د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه؛ پر وروستیو بدلونونه بحث کېږي، امریکا نه ورځي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

تمه ده د مسکو فارمټ په غونډه کې سبا د اکتوبر په شلمه د چین، پاکستان او کوربه روسیې استازي له طالبانو سره خبرې وکړي.

له دې مخکې د امریکا د استازي د ګډون خبره هم شوې وه، خو بېګا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس خبریالانو ته وویل چې امریکا د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

پرایس زیاته کړه: "موږ به د مسکو په خبرو کې ګډون ونه کړو. ترویکا + جمع یو موثر او رغنده فوروم دی. موږ په راتلونکي کې له دې فوروم سره د اړیکو د پاللو لېوالتیا لرو خو اوس دې موقعیت کې نه یو چې دا اوونۍ په کې ګډون وکړو.ّ"

پاکستان،چین او روسیه به له طالبانو سره تر مخامخ ناستې مخکې نن د ورځې په اوږدو کې لومړنۍ غونډه هم دایره کړي، چېرته چې د راپورونو له مخې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د یوه ګډ دریځ د موندلو لپاره هڅې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې امریکا د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې امریکا د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله روسي رسنیو دا پاسنۍ خبره خپره کړې.

هند هم چهارشنبه په مسکو فارمټ کې خپل ګډون تایید کړی. ایران هم دې ناستې ته وربلل شوی.

طالبانو تایید کړې چې د دوی د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د مسکو په ناسته کې برخه اخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته دا خبره وکړه.

مسکو فارمټ له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان د مسایلو د حل لپاره جوړ شوی چې کوربه توب یې د روسیې په غاړه دی.

د مسکو فارمټ غړي چې پخوانیو غونډو کې یې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا ژوندي کېدو سره مخالفت درلود دا وار له افغانستانه د ورغلي طالب پلاوي سره خبرو ته کیني.

ازادي راډیو د افغانستان او روسیې اړوندو مسالو شننونکی فاروق فردا نه په دې اړه پوښتنه وکړه چې طالبان به له مسکو فارمټ څه غواړي؟ هغه داسې ځواب ووایه: "طالبان په اسلامي امارت ټینګار کوي. ولې ولیدل شي چې د دوی دا ټینګار د نړیوالو له کوم غبرګون سره مخ کېږي. ایا طالبان حاضر دي چې لویه جرګه جوړه کړي او د راتلونکي نظام د څرنګوالي په هکله له خلکو سره خبرې وکړي.؟"

ښاغلي فردا زیاته کړه چې طالبان د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره نړیوال سټېج ته ضرورت لري چې روسیه دا زمینه ورته برابره کړې ده.

روسیې داسې وخت د مسکو فارمټ غونډه ور بللې چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې له مخ په زیاتېدونکي ګواښه په اندېښنه کې ده.

تر ټولو تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف له تاس خبري اژانس سره پرون په یوه مرکه کې ویلي چې داعش یا اسلامي دولت ډلې په اړه د روسیې اندېښنې په زیاتېدو دي ځکه دا ډله د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

اولیګ ویلي چې که څه هم د سیمې د کنټرول په لحاظ داعش ډېر مخکې نه دی خو د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د داعش خراسان څانګې شبکې فعاله دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته له افغانستان سره په پوله خپل عسکر تیارسۍ درولي.

په همدې لړ کې تازه پرون د ډله ییز امنیت د تړون غړیو تاجکستان، روسیې او ازبیکستان له افغانستان سره په پوله کې پوځي تطبیقات پیل کړي.

د جرمني خبري اژانس د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت د تړون د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې دا تمرینات به د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.

ویل شوي چې په دې تطبیقاتو کې د وسله‌والو نښتو او له سرحدونو د خلکو د غیر قانوني اوښتو په برخه کې سرتېرو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG