د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د امریکا کانګرس دوه غړي په ناڅاپي سفر د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راغلي


ارشیف، د امریکا کانګرس
ارشیف، د امریکا کانګرس

د امریکا کانګرس دوه غړي پرون ناڅاپه داسې مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدل چې هلته له څو ورځو راهیسې لویه ګډوډي روانه ده.

امریکايي چارواکي وايي، د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي سیت مولتون او پیتر میجېر په یوه چارتر الوتکه کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دننه او بهر وګرځېدل او څو ساعته هلته پاتې شول.

د امریکايي چارواکو په وینا دې کار د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه چې له افغانستانه د بهرنیانو او افغان وګړو د ایستلو په چاره کې مصروف دي، سخت حیران کړي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې چارواکو شکایت کړی چې په هغو سیټونو کې چې د کانګرس دې غړو ته ځانګړي شوي وو، نور کسان وتلی شوای خو مولتون او میجېر ویلي، دوی په داسې یوه الوتنه کې راستانه شول چې سیټونه‌یې نه‌درلودل.

د کابل هوايي ډګر شااوخوا ته راټول شوي کسان له سټلایټ په یوه اخیستل شوي عکس کې
د کابل هوايي ډګر شااوخوا ته راټول شوي کسان له سټلایټ په یوه اخیستل شوي عکس کې

دواړو وکیلانو په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې دوی د کانګرس د غړو په توګه دا مسؤلیت لري چې د اجرائیه قوې پر چارو څارنه وکړي او زیاتوي چې دوی دا سفر په پټه ترسره کړ او دا خبره‌یې یوازې هغه وخت افشا کړه چې هېواد ته راستانه شول.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون ناوخته په یوه بیان کې یادونه وکړه چې د جرګې ځیني غړي دا هیله لري چې افغانستان ته ولاړ شي، خو دې هغو ته ولیکل چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو غوښتنه کړې چې د کانګرس غړي په اوسنیو خطرناکو شرایطو کې افغانستان او سیمې ته سفر نه‌شي کولای.

په بیان کې د دې وزارتونو له قوله ویل شوي چې له افغانستانه د بهرنیانو او هغو افغانانو خوندي او پر وخت ایستل چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی په کابل کې د امریکا د پوځ او ډيپلوماتیک ټیم خاص تمرکز ته اړتیا لري.

له کابله په پوځي الوتکو کې د یو شمېر افغانانو ایستل
له کابله په پوځي الوتکو کې د یو شمېر افغانانو ایستل

د کانګرس دواړو غړو ویلي، دوی په دې هدف کابل ته سفر وکړ چې ولسمشر بایډن دې ته وهڅوي چې له افغانستانه د راوتلو ټاکلی مهلت د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم تمدید کړي، خو ښاغلي بایډن پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دې مأموریت د ترسره کولو لپاره د اګسټ د ۳۱مې پر ژمنه ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG