د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

عبدالحنان همت: طالبان په راتلونکې نظام کې د افغان ځوانانو پر ګډون حساب کوي


طالبان د کابل په هوايي ډګر کې د روانې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ پړه پر امریکا اچوي او وايي،دوی ټولو خلکو ته له خپله اړخه د خوندیتوب ډاډ ورکړی
طالبان د کابل په هوايي ډګر کې د روانې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ پړه پر امریکا اچوي او وايي،دوی ټولو خلکو ته له خپله اړخه د خوندیتوب ډاډ ورکړی

تر یوې اونۍ واوښته چې طالبان د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې تر چټکو پرمختګونو وروسته پر کابل واکمن شوي دي، خو دې ډلې تر اوسه یو حکومت نه دی اعلان کړی.

د طالبانو د فرهنګي کمیسون غړي دالحنان همت ازادي راډیو ته وویل، د مشرانو له خوا یې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره سلا مشورې په چټکۍ روانې دي.

هغه د کابل په هوايي ډګر کې د وروستۍ ګډوډۍ پړه پر امریکا واچوله او ویې ویل چې که په هر هېواد کې امریکا خلکو ته دا ډول اعلان وکړي پر هوايي ډګرونو به د خلکو همدا حال جوړ وي.

ښاغلي همت ټینګار وکړ چې طالبان د رسنیو ازادۍ ته ژمن او له ژورنالیستانو سره همکار دي.

عبدالحنان همت چې د طالبانو په پخوانۍ واکمنۍ کې د باختر خبري اژانس ریس، د هېواد ورځپاڼې مسول مدیر و په دې باور دی چې طالبان به وتوانیږي له هغو افغانانو سره شریک کار وکړي چې کلونه یې د طالبانو په مخالف صف کې تېر کړي.

نوموړی د بې وزلۍ او غربت په وړاندې مبارزه او د نړیوالې ټولنې سره خوا په خوا تګ د طالبانو لپاره راتلونکې ننګونې بولي چې په وینا یې وبه کولی شي پرې برلاسي شي.

د طالبانو د فرهنګي کمیسون له غړي عبدالحنان همت سره اجمل اند مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې د حکومت جوړونې لپاره روانې سلا مشورې به څومره وخت ونیسي چې افغانستان بالاخره د یو دولت څښتن شي؟

دا مرکه دلته اوریدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:23 0:00

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG