د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

کابل کې پر یوه کور د امریکا ډرون برید کې ژوندی پاتې شوی افغان: بخښنه کافي نه‌ده


هغه کور چې د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه کور کې د امریکايي بې‌بیلوټې الوتکې برید لاندې راغی.
هغه کور چې د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه کور کې د امریکايي بې‌بیلوټې الوتکې برید لاندې راغی.

د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه هستوګن کور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې له برید څه باندې ۲۰ ورځې ووتې.

د اګسټ په ۲۹مه د ډرون برید په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي چې په‌کې اووه ماشومان وو، ووژل شول.

له بریده بچ پاتې ایمل احمدي وايي چې د امریکا بخښنه کفایت نه‌کوي امریکا دې د دې برید عاملین محاکمه کړي.

احمدي زیاته کړه: "یوازې بخښنه موږ ته کافي نه‌ده. امریکا باید هغه کس چې دا عمل‌یې ترسره کړی. هغه کس چې دلته‌یې بې‌ګناه ماشومان ووژل، زما د لور او کورنۍ په شمول. زه له امریکا غواړم کومو کسانو چې دا عمل کړی باید محاکمه شي او جزا ورکړل شي."

احمدي د شنبې په ورځ له اسوشیټډ پرس سره وروسته له هغه د زړه خواله وکړه چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنت مک‌کنزي په کابل کې د برید او په‌کې د ۱۰ ملکیانو د وژل کېدو په تړاو بخښنه وغوښته.

هغه موټر چې د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه کور کې د امریکايي بې‌بیلوټې الوتکې برید لاندې راغی.
هغه موټر چې د کابل هوايي ډګر ته نږدې په یوه کور کې د امریکايي بې‌بیلوټې الوتکې برید لاندې راغی.

هغه وړمه شپه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "تر ۱۰ پورې ملکیان چې په‌کې اووه تنه ماشومان هم شامل وو په هغه تراژیک برید کې ووژل شول. سربېره پر دې موږ ته اوس جوته شوه چې دا لیرې خبره ده چې موټر او هغه کسان چې وژل شوي له داعش خراسان څانګې سره کوم تړاو لرلی وي یا یې امریکا ته مستقیم ګواښ پېښ کړی وي. زه د وژل شویو کسانو کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

د بخښنې نړیوال سازمان هم د ایمل احمدي په څېر د یاد برید د عاملینو د عادلانه محاکمې او مجازاتو غوښتنه کوي.

دغه سازمان که څه هم د امریکا د بخښنې غوښتل او د برید د مسؤلیت منل لومړی مثبت ګام بللی، خو د یاد سازمان د کړکېچ د چارو مخکښ سلاکار، براین کسټ­نر ویلي، هغه کسان باید په یوه عادلانه محاکمه کې مجازات شي چې د دې پېښې مسؤل دي.

په برید کې د وژل شويو ۱۰ کسانو د کورنۍ غړي ایمل احمدي ویلي امریکا باید د دوی د کورنۍ د غړو د وژل کېدو په بدل کې تاوان ورکړي او له بریده ژوندي پاتې بهر خوندي ځای ته انتقال کړي.

احمدي وايي: "موږ د کورنۍ ۱۰ غړي له لاسه ورکړل. که امریکا ټوله دنیا هم راکړي زما لور، زموږ زامن، ورور مې د ورور بچیان مې نه‌شي راستنولی. زه له امریکا غواړم چې موږ ته دې غرامت/تاوان راکړي او بل دا ترې غواړم چې موږ باید یوه خوندي بهرني هېواد ته انتقال کړي ځکه دمګړۍ موږ دلته ډېر زیات مشکلات لرو."

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو د احمدي د کورنۍ د دې غوښتنې ځواب لا نه‌دی ورکړی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنت مک‌کنزي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنت مک‌کنزي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مک‌کنزي د وړمې شپې په پیغام کې دا هم ویلي و چې د اګسټ په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر باندې د داعش ځانمرګي برید په اصل کې د اګسټ په ۲۹مه د امریکا د ډرون حملې لامل شو او دوی دا سیمه ځکه هدف وګرځوله چې د یوه ګواښ راپور په لاس ورغلی و.

د اګسټ په ۲۶مه ماښام مهال هغه وخت چې زرګونه افغان ملکیان د کابل هوايي ډګر شااوخوا ورټول وو څو د امریکا یا نورو هېوادونو په پوځي الوتکو کې له افغانستانه دباندې وایستل شي یو خونړی ځانمرګی برید وشو.

د برید په نتیجه کې تر ۱۷۰ زیات افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG