د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

افغانستان کې خطرناک وضعیت؛ بایډن: پر کابل هوایي ډګر د برید ګواښ ډېر لوړ دی


د کابل هوايي ډګر ته نږدې خلک
د کابل هوايي ډګر ته نږدې خلک

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې وضعیت ډېر خطرناک دی او پر کابل هوایي ډګر د تروریستانو د حملې ګواښ تر اوسه ډېر لوړ دی.

بایډن پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې د ملي امنیت له ټیم او افغانستان کې له خپلو قوماندانانو سره یې کتلي او هغوی ورته ویلي چې راتلونکو ۲۴ تر۳۶ ساعتونو پورې د یوې احتمالي حملې خطر زښت زیات دی.

بایډن وویل، خپلو پوځي قوماندانانو ته یې امر کړی چې تر هرڅه مخکې دې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات ترسره او دا مساله دې یقیني کړي چې دوی هلته د خپلو سرتیرو د ساتلو لپاره ټول صلاحیتونه، امکانات او پلانونه ولري.

ولسمشر بایډن وویل، متحده ایالات کابل کې پر دغه ناوړه وضعیت سربېره د ملکي افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي او د اګسټ په ۲۷مه یې ۶۸۰۰ نور کسان چې په سلګونو یې امریکایان وو، وایستل.

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن

بایډن زیاته کړه، له افغانستانه د امریکا د پوځي ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته هم له دې هېواده د نورو کسانو د ایستلو لپاره خبرې اترې روانې دي.

په افغانستان کې د امریکا نژدې شل کلن پوځي ماموریت دوه ورځې وروسته، د را روانې سې شنبې په ورځ چې د اګسټ د میاشتې ۳۱ مه نېټه ده، رسماً پای ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اسلامي دولت ډلې یا داعش چې پر کابل هوایي ډګر یې د وروستۍ خونړۍ حملې مسولیت اخیستی، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د غچ اخیستونکي برید په اړه وویل چې دغه برید کې چې پرون سهار وختي د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې وشو، د داعش دوه غړي ووژل شول.

بایډڼ وویل، ده مخکې دا خبره کړې وه چې موږ به د دغه برید چې د په لسګونو بې ګناه ملکیانو په ګډون۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول، له عاملانو غچ واخلو.

هغه زیاته کړه، دا به وروستی برید نه وي بلکې ټول هغه کسان به له پښو وغورځوي چې په دغه وحشیانه حمله کې یې لاس درلود.

د امریکایي چارواکو په وینا په ننګرهار کې پر داعش ډلې په دغه برید کې د کابل پر هوایي ډګر د حملې طراح او یو مرستندوی یې وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د درستیز والي د سیمه ییزو عملیاتو مرستیال مشر جنرال هانک ټېلر پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش وژل شوي غړي مهم کسان یاد کړل او ویې ویل چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې دغه برید ترسره کړی دی. نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

پر اسلامي دولت ډلې یا داعش امریکا دغه برید دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې دې ډلې د کابل په نړیوال هوایي ډګر د هغې ځان وژونکې حملې مسولیت اخیستی چې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتیرې په کې وژل شوي دي.

دغه انتحاري حمله د کابل د هوايي ډګر په هغه دروازه کې وشوه چې په سلګونو افغانان راټول شوي وو او هڅه یې کوله چې له هېواده ووځي.

د خلکو د ایستلو لپاره د امریکایي ځواکونو دغه عملیات وروستۍ مرحلې ته داخل شوي او نورو د ناټو تړون اکثرو غړیو هغه پای ته رسولي دي.

د بریتانیا پوځ هم دملکیانو د ایستلو لپاره عملیات پرون شنبې بشپړ کړل.

XS
SM
MD
LG