د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

پنټاګون: د کابل پر هوايي ډګر د بريدونو طراح 'داعشي' ننګرهار کې ووژل شو


د کابل هوايي ډګر کې د برید یو تن قرباني
د کابل هوايي ډګر کې د برید یو تن قرباني

د کابل په نړيوال هوايي ډګر له خونړي برید وروسته اوس د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د دې بريدونه طراح يې د افغانستان په ختېځ کې وژلی دی.

پنټاګون ويلي، وژل شوی کس د داعش ډلې غړی دی او د بې پيلوټه الوتکې په وسيله يې تېره ورځ په ننګرهار کې وژلی.

پنټاګون دغه شان د وړمې ورځې د پېښو د تلفاتو په اړه ويلي چې د ورستيو شمېرو له مخې په دغه بریدونو کې ۱۷۲ زيات کسان وژل شوي او شااوخوا ۲۰۰ نور ټپيان دي.

په وژل شوېو کې د ۱۳ امريکايي سرتيرو وژل کېدل هم تائید شوی دی.

د سپینې ماڼۍ وياند دغه شان د جمهور رئيس جوبايډن د‌ ملي امنيت سلاکار له قوله ويلي چې لا هم د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د بريدونو ګواښ موجود دی.

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ويلي و چې داعش ډله ممکن په راتلونکو کې د نورو بريدونه پلان هم ولري، خو اوس پوښتنه دا ده چې د داعش ډلې فعالیت په افغانستان کې څه ډول دی؟

د طالبانو وياند او د فرهنګي کمېسیون مشر ذبيح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د وږې په ۶مه) ازادي راډيو ته وويل، داعش په افغانستان کې فعال حضور نه لري.

مجاهد زیاتوي:"هغه ډول چې داعش په سوريه او عراق کې موجود و په افغانستان کې نشته، هغه کسان چې د داعش ډلې سره فکري جوړښت لري موږ په دې باور يو چې د اوسنيو واقعیتونو په درک کولو سره چې اسلامي نظام شته، امنيت شته او بهرني قوتونه په وتلو دي، فکر نه کوم چې د جګړې لپاره دې بهانه پيدا کړي."

د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمېسیون مشر ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمېسیون مشر ذبیح الله مجاهد

له هغې وروسته چې طالبانو د کابل په ګډون او له پنجشیر پرته د افغانستان ۳۳ ولايتونه ونيول دا لومړی ځل دی چې داعش ډله بریدونه ترسره کوي او په ترڅ کې یې د ګڼ شمېر افغانانو ترڅنګ ۱۳ امريکايي سرتيري هم وژل کېږي.

پوځي کارپوهان هم په دې باور دي چې داعش ډله په افغانستان کې پراخ حضور نه لري خو د پيچلو بريدونو طرحې جوړوي.

پوځي کارپوه باري عارض یې په اړه وايي: "داعش له کومې ډلې سره د جګړې توان نه لري خو دا ډله په دې خطرناکه ده چې د ډېرو خطرناکه بريدونو سازماندهي کوي او دغه ډول بريدونه ډېر پرسونل ته اړتيا نه لري."

ښاغلی عارض وايي، دغه ډله د ننګرهار او کونړ په غرونو کې وه، خو د دې ډلې ډېری غړي اوس په جوزجان، فارياب او زابل ولايتونو کې ليدل شوي.

داعش ډلې په افغانستان کې له دې مخکې هم په مدرسو، ښوونځيو او روغتونو بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله یې خلکو ته اړولې ده.

XS
SM
MD
LG