د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

سپینه ماڼۍ: په کابل کې د یوه بل تروریستي برید احتمال هم شته


امریکايي رسنیو د دوو افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې د وژل شوېو کسانو شمېر له ۱۷۰ اوښتی
امریکايي رسنیو د دوو افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې د وژل شوېو کسانو شمېر له ۱۷۰ اوښتی

په داسې حال کې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د بمي چاودنې د تلفاتو شمېر لوړ شوی، د سپینې ماڼۍ د امنیت ټیم ولسمشر جو بایډن ته ویلي چې په کابل کې د یوې بلې تروریستي حملې احتمال هم شته.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون د اګست په ۲۷مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هر اړخیز او پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي، خو مېرمن ساکي ولسمشر بایډن ته د امنيتي ټیم د دې ارزونې جزییات په ډاګه نه کړل.

پرون له دې مخکې د پنټاګون ویاند هم وویل چې ښايي داعش ډله په کابل کې نورې حملې وکړي.

جان کربي په خپله خبري غونډه کې دا ومنله چې د وړمه ورځنۍ حملې د مخنیوي په برخه کې غفلت شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وویل چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هر اړخیز او پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي
د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وویل چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هر اړخیز او پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي

ښاغلي کربي زیاته کړه چې د داعش د نورو احتمالي حملو په اړه موثق شواهد شته: "موږ لا هم په دې باور یو چې بالقوه ګواښونه شته. یعنې بالقوه او مشخص ګواښونه او موږ باید ځان ډاډه کړو چې پر وړ تندې یې مقابلې ته تیار یو. دا چې د پروني حالت د مخنیوي لپاره موږ ځینې ګامونه اخلو معنی یې دا نه ده چې دا به حتما مناسب اقدامات وي."

د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې بمي حمله د هغو زرګونه ولسي وګړو په منځ کې وشوه چې له افغانستانه د وتلو لپاره هلته راټول شوي وو.

د پنټاګون ویاند وویل چې دا حمله د یوه ځانمرګي له خوا په یوه ځای کې شوې وه.

له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې هلته دوه چاودنې شوې دي.

د دې حملې مسوولیت د پنجشنبې په ورځ ناوخته داعش ډلې ومانه او ویې ویل چې چاودنه د دې ډلې د یوه غړي له خوا شوې وه.

دې ډلې د یوه سړي عکس له ځانمرګي واسکټ سره هم خپور کړی دی.

امریکايي رسنیو د دوو افغان چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې د وژل شوېو کسانو شمېر له ۱۷۰ اوښتی دی. په دې ډله کې دیارلس امریکايي سرتېري هم شامل دي.

بل خوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې دوه بریتانوي وګړي او د یوه بل بریتانوي ماشوم هم په دې چاودنه کې وژل شوي.

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته په لسګونه الوتنو کې بهرني وګړي چې هلته بند پاتې دي او یو شمېر هغه افغانان چې نه غواړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي بهر ته اېستل شوي دي.

د پنټاګون ویاند ښاغلي کربي پرون وویل چې شااوخوا پنځوس زره هغو افغانانو ته چې په بېړنیو الوتنو کې امریکا ته رسېږي د استوګنې کورونه چمتو شوي.

ښاغلي کربي زیاته کړه: "دفاع وزارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په ګډه، د خاصو ویزو د پروګرام په چوکاټ کې پنځوس زره افغانانو او د هغو د کورنیو غړو ته په امریکا کې دننه د موقتو استوګنځایونو د جوړولو په برخه کې مرستې ته دوام ورکوي."

د پنټاګون ویاند ښاغلي کربي وویل شااوخوا پنځوس زره هغو افغانانو ته چې په بېړنیو الوتنو کې امریکا ته رسېږي د استوګنې کورونه چمتو شوي.
د پنټاګون ویاند ښاغلي کربي وویل شااوخوا پنځوس زره هغو افغانانو ته چې په بېړنیو الوتنو کې امریکا ته رسېږي د استوګنې کورونه چمتو شوي.

امریکا ژمنه کړې ده چې د خپلو سرتېرو او د هغو د افغان همکارانو د ایستلو بهیر به د اګسټ تر ۳۱مې بشپړوي.

دا لړۍ د هوايي ډګر له چاودنې وروسته په موقتي ډول درېدلې وه خو پرون د اګسټ په ۲۷مه یو ځل بیا د دې کسانو د اېستلو لپاره الوتنې پیل شوې.

په همدې حال کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي پرون ژمنه وکړه چې د سفر لپاره د معتبرو اسنادو لرونکي افغانان هر وخت بهر ته تللی شي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه ټلوېزیوني وینا کې هغو اندېښنو ته چې ښايي طالبان د خلکو پر تلو-راتلو بندیز ولګوي په ځواب کې وویل چې د هېواد پولې به خلاصې وي او خلک ته به اجازه وي چې هر وخت افغانستان ته دننه او بهر ولاړ شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG