یو ګورجستاني-اسراییلي د غاښونو ډاکټر د فلایدوبۍ د ټپي پیلوټ د ژغورلو کیسه کوي: «ما له هغه سره په وروستي ځل خدای پاماني وکړه»
د نن ورځې خبري ټولګه
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
په پیښور کې د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه اتل او د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان مقبرې لا هم د ګڼو ګرځندویانو او ځایي خلکو پام ځانته اړولی دی. د پیښور جنوب کې د وزیر خان په نوم تاریخي بڼ ته څېرمه دغې هدیره کې د افغانستان د شاهي کورنۍ د نورو غړو قبرونه هم شته.
یوناما وایي، په هلمند او کونړ کې هوایي بریدونو لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو حکومت وایي چې پاکستاني الوتکو تیره شپه هستوګنیز کورونه په نښه کړي دي. د پاکستان حکومت بیا ادعا کوي چې دغو بریدونو کې یې ( ترهګر) په نښه کړي. نور په دې ویډيو کې وګوری:
په خیبر پښتونخوا کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوه چې ورسره په روان کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۵ ته ورسېد. د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګونه او په ځانګړې توګه له پاکستانه د کډوالو ایستلو، د دغو ویروس د خپرېدو ویره ډېره کړې ده.
په افغانستان کې ځینو کورنیو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د پښتورګو پلور ته مخه کړې. په دغه مستند کې مو د پښتورګو د سوداګرۍ بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې چې د بې وزلۍ او ناچارۍ کیسې او د ژوندي پاته کېدو لپاره د دغې بیې پرې کول په کې نغښتل شوي دي.
نور راوښيه