د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د ناټو سرمنشي طالبانو ته: له نړیوالو ترهګرو بېل شئ او له جګړو لاس واخلئ


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو یا پاتېدلو د پریکړې په درشل کې د ناټو سرمنشي پر طالبانو غږ وکړ چې له نړیوالو ترهګرو بېل شئ او له جګړو لاس واخلئ.

دا هغه غوښتنه ده چې تازه طالبانو په دې ډول رد کړې ده چې دوی د دوحې د تړون له مخې له ترهګرو سره ارتباط نه لري.

طالبانو ته په داسې وخت کې ینس سټولټنبرګ د ناټو نوی پیغام رسولی دی چې امریکایي اداره غواړي له طالبانو سره د سولې شوي تړون ته بیا کتنه وکړي.

د ناټو عمومي منشي پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي او په افغانستان کې شخړې کمې کړي.

ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې خبري غونډې ته پرون پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې ناټو غواړي په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په اړه په څو اونیو کې پریکړه وکړي.

د ناټو عمومي منشي پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي.
د ناټو عمومي منشي پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه: "زما پیغام طالبانو ته دا دی چې خپلې ژمنې پرځای کړي، خصوصاً خپلې پخوانۍ اړیکې له نړیوالو ترهګرو سره د القاعده په ګډون قطع کړي او موږ دې ته اړتیا لرو چې شخړې کمې کړي."

طالبانو ویلي دي چې نوره القاعده شبکه په افغانستان کې نه شته او که امریکایي پوځیان تر مې پورې له افغانستانه ونه وځي دوی به خپلې جګړې ته ادامه ورکړي.

خو سټولټنبرګ وویل چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو شتون د طالبانو له هغو ژمنو سره اړیکه لري چې تېر کال یې د فبروري په نهه ویشتمه د امریکا له متحد ایالتونو سره کړې وې.

نوموړي وویل: "موږ به په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي حضور په اړه روانه میاشت د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پرمهال بحث وکړو. ځکه چې موږ له یوه ریښتوني خنډ سره مخامخ یوو؛ یا به وځو لکه څرنګه چې د امریکا او طالبانو په تړون کې راغلي دي، یا به پاتېږو. موږ به دا مسئله په ډېر دقت وارزوو. همدا راز دې ته ګورو چې طالبان هغه شرایط چې په هوکړه لیک کې له امریکا سره راغلي دي پر ځای کوي او که نه."

ناټو په افغانستان کې شااوخوا لس زره سرتیري لري چې افغان ځواکونه روزي، هغوی ته سلا مشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي. د دې ترڅنګ امریکا شااوخوا دوه نیم زره سرتېري په افغانستان کې لري.

ناټو په افغانستان کې شااوخوا لس زره سرتیري لري
ناټو په افغانستان کې شااوخوا لس زره سرتیري لري

امریکایانو د خپلو پوځیانو شمېر له طالبانو سره د شوي تړون له مخې کم کړی دی او دا ژمنه یې کړې ده چې د دوه زره یو ویشتم کال د مې تر میاشتې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي د دې په بدل کې به طالبان په افغانستان کې شخړې کموي او د افغانستان له حکومت سره به د سولې خبرې کوي.

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي دي چې دوی به له طالبانو سره شوی تړون بیا وارزوي، خو په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت طالبان ملامته کړي دي چې د شوي تړون له مخې یې خپلې ژمنې نه دي ترسره کړې.

د ناټو سرمنشي هیله ښکاره کړه چې د امریکا د متحد ایالتونو نوی ولسمشر جوبایډن به په افغانستان کې د نړیوالو د پوځي ماموریت د برخلیک په اړه له ناټو سره له نژدې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG