د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ولسمشر غني: مؤقتو حکومتونو کې د خلکو وینې تویې شوي او د منلو نه دي


جمهوررئیس غني په اسپین امنیتي مجمع ناسته کې د بېلابېلو مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړ
جمهوررئیس غني په اسپین امنیتي مجمع ناسته کې د بېلابېلو مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړ

ولسمشر اشرف غني یو وار بیا د موقت حکومت د غوښتنو پر ضد تُند غبرګون وښود او ویې ویل چې کابل موقتو حکومتونو ړنګ کړ.

ولسمشر اشرف غني بېګا د اسپېن انسټیټیوټ په یوه انلاین بحث یا وېبېنار کې د سولې، امنیتي وضعې، بهرنیو ځواکونو او نورو مهمو مسئلو په اړه وغږېد.

د وسله والو طالبانو یو شمېر لوړپوړو غړیو له هغې ډلې د سیاسي ډلې مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي تازه ټینګار کړی چې اشرف غني دې واک پرېږدي.

د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې اشرف غني دې واک پرېږدي.
د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې اشرف غني دې واک پرېږدي.

د اسپېن انسټیټیوټ د بېګاني بحث چلوونکې له افغان ولسمشر وپوښتل چې ولې حاضر نه دی د سولې لپاره واک یوه مؤقت حکومت ته وسپاري؟

افغان ولسمشر یې په ځواب کې وویل: "موږ موقت حکومتونه درلودل. د وینو په تویولو سر شول. کابل په ۱۹۹۲ کال کې د یوه مؤقت حکومت له خوا وران شو. یوه صدراعظم خپل ولسمشر بمباراوه او ولسمشر هم بېرته صدراعظم سره جنګېده. صدراعظم حکمتیار هېڅکله کابل ته رانه غی. موږ په مکه، هرات، چهاراسیاب او جلال اباد کې تړونونه درلودل مګر یوه هم کار ورنه کړ."

هغه ټینګار وکړ چې دی د سولې خنډ نه دی ګرځېدلی، بلکې د اساسي قانون د پلي کولو لپاره مکلفه دی او په جمهوریت معامله نه شي کولای.

ولسمشر غني وویل چې د سولې لپاره یې څلور سوه خطرناکه طالب بندیان خوشې کړل او اوس یې نوي فیصده بېرته د جنګ په لیکو کې دي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې تر خبرو مخکې د دې ډلې شااوخوا پنځه نیم زره بندیان خوشې کړل چې په کې د افغان ولسمشر په خبره څلور سوه خطرناکه مجرمین هم شامل وو.

خو افغان ولسمشر وايي، طالبانو د سولې لپاره هېڅ ګام نه دی اخېستی او ورځ تر بلې یې تاوتریخوالی زیات کړی.

ښاغلي غني وايي، سولې ته یې ۴۰۰ طالبان خوشې کړل چې په وینایې ۹۰ سلنه یې بېرته د جنګ په لیکو کې دي.
ښاغلي غني وايي، سولې ته یې ۴۰۰ طالبان خوشې کړل چې په وینایې ۹۰ سلنه یې بېرته د جنګ په لیکو کې دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو ورځ تر بلې تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې لپاره په خپلو ژمنو نه دي دریدلي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د طالبانو روایت دا و چې ګواکې هغوی امریکا متحده ایالتونو ته ماته ورکړې او امریکا او ناټو په تېښته کې و. اوس قوي ډیپلوماسي او په شرایطو پورې تړلې تګلارې باندې ټینګار موږ ټول د دې جوګه وګرځوي چېې با مفهومې مذاکرې له سره پیل کړو."

افغان ولسمشر د دې تر څنګ چې د سلا مشورو لپاره افغانستان ته د امریکا د نوې ادارې د یوه ټیم د راتلو خبر ورکړ، هیله یې وښوده چې د امریکا نوې اداره په څو اوونیو کې د امریکا – طالبانو د تړون ارزونه بشپړه کړي.

له ترهګرو سره د اړیکو پرې کول، د تاوتریخوالي کمول او د خبرو پيل هغه دری مهم مسایل دي چې تمه ده د امریکا د نوې ادارې له خوا به یې ارزونه کېږي.

امریکایي او افغان چارواکو په دغو درېیو واړو برخو کې تر اوسه پورې طالبان پړ بللي. هغه ډله چې وايي د دوحې د تړون په اساس په خپلو ژمنو ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG