د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د غزني اوسېدونکي وايي د سولې خبرو ته یې هیلې را ژوندۍ شوې 


ارشیف، قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
ارشیف، قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

که څه هم قطر کې د افغان سولې مذاکرات پڅ روان دي، خو هغه ولایتونو کې چې اوسېدونکي یې جګړو زیات ځپلي بیا هم د مذاکراتو روان بهیر ته خوشبین دي.

غزني هم هغه ولایت دی چې سختې جګړې په کې تېرې شوي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، تمه لري چې نور افغانستان کې د وینو تویول بس او د سولې مذاکرات بریالۍ پایلې ولري.

د مدني ټولنو یو شمېر فعالان، قومي مشران او د غزني ولایت اوسیدونکي د طالبانو او افغان دولت د استازو تر منځ د سولې خبرو روانې پروسې ته خوښ او وايي، د سولې د بریالي بهیر لپاره د دوی هیلې بیا ژوندۍ شوي دي.

دوی وايي، خبرې یوې جدي مرحلې ته رسیدلي، خو تاوتریخوالی زیات شوی چې دا د سولې مذاکراتو ته زیان رسولی شي.

دوی پر وسله والو غږ کوي چې له اوربنده وېره ونه کړي او غاړه ورته کښېږدي او له ټولو هېوادوالو هم غواړي چې د سولې په ملاتړ دې غږ پورته کړي.

د غزني یو شمېر اوسیدونکي پر طالبانو غږ کوي چې له اوربنده وېره ونه لري.
د غزني یو شمېر اوسیدونکي پر طالبانو غږ کوي چې له اوربنده وېره ونه لري.

د غزني ولایت یو تن قومي مشر حاجي داود وايي، د سولې د خبرو روان بهیر دوی خوشبین کړي: " سولې ته ټول خلک خوشبینه دي، خلک نور له جګړو ستړي دي، که اوربند وشي ډېر به ښه شي."

محمدالدین کابو ۳۰ کلن ځوان او مدني فعال دی او هیله مند دی چې د سولې خبرې به بریالۍ کېږي.

دی په جګړو کې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او اوربند مراعت کړي، څو نور افغانان له بدمرغۍ په امان شي: "اوس مو زیات هیلې ورته پیدا شوي، غواړو چې د سولې نور پړاوونه هم همدغسې پرمختګ وکړي، پرمخ ولاړ شي او د دغه کړيدلي هېواد او د دغه ځپلي ولس لپاره د امن فضا رامنځته شي."

د غزني ښار یوه څنډه
د غزني ښار یوه څنډه

سمیع الله ۲۸ کلن او د غزني د زنه خان ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، د مثبتې سولې په تمه دی او تلپاتې سوله غواړي: "موږ دې ته ډېر خوشبین یو او ډېر باوري پر دې یو چې دواړه لوري پر اساسي موضوعاتو بحث وکړي چې د هغوی له ډلې یو هم اوربند او یا هم اورکم دی، له هغوی څخه که په هر یوه باندې توافق د دوی راشي دا به د افغانستان لپاره، د افغانستان د خلکو لپاره ډېر په ګټه تمام شي."

دوی دا خوشبیني په داسې حال کې ښيي چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ په قطر کې د افغان سولې مذاکرات پڅ روان دي، خو بیا هم ډېری افغانان تمه لري چې دغه مذاکرات به مثبتې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG