د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

ولسي جرګه: دوحه کې د سولې د خبرو کره معلومات نه لرو


دوحه کې د سولې د غونډې یوه څنډه
دوحه کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر استازو نن چهارشنبه (د سلواغې ۱مه) په خپله عمومي ناسته کې په دوحه کې د سولې د خبرو د څرنګوالي او هم مهاله د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه نیوکه وکړه.

‎د دوی په خبره، دغه خبرې تراوسه کومه لاسته راوړنه نه لري او هره ورځ د افغانستان خلک د تاوتریخوالي قرباني کېږي.

د مؤقت حکومت جوړول د حل لاره نه ده

‎دوی ژر تر ژره د اوربند او وینې توېدنې د مخنیوي غوښتونکي دي.

‎د دغې جرګې دوه غړي نفیسې عظیمې او ګل الرحمن همدرد په دې ناسته کې وویل: "موږ له مرکچي پلاوي دا تمه درلودله چې لږ تر لږه دې یو نسبي توافق ته ورسېږي چې له بده مرغه دوی تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري، که دوی یو لاسته راوړنه هم لرلی، اوس به موږ افغانستان کې د یوې نسبي سولې شاهدان وو.

-لږ تر لږه د جګړې شدت دې کم شي، طالبان هم پوهېږي او ټول خلک هم په دې پوهېږي چې د دغې جګړې اصلي قربانیان عام خلک دي، د هېڅ سیاسي رهبر زوی په دې جګړه کې زیان نه دی لیدلی."

‎دوی د لنډ مهاله حکومت د ګونګوسو په اړه په اندېښنې سره وویل چې د مؤقت حکومت جوړول د حل لاره نه ده او په خبره یې باید د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

‎د دغې جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل چې د سولې مذاکرات دوحه کې داسې روان دي چې د افغانستان خلک او ملي بنسټونه په ځانګړي توګه ولسي جرګه یې په اړه معلومات نه لري.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي په دوحه کې د سولې له روان بهیره دا جرګه معلومات نه لري.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي په دوحه کې د سولې له روان بهیره دا جرګه معلومات نه لري.

ښاغلي رحماني زیاته کړه: "هغه څه چې له رسنیو، ویاندویانو او د پلاوي له ځینو غړو اورېدل کېږي دا دي چې طالبان د مذاکراتو دوام او پایلې ته یې د رسېدو لپاره کومه اراده نه لري او طالبان د جمهوریت له جبهې سره د یوه سیاسي مشارکت لپاره سوله ګ‌‌‌‌‌‌ډ هدف نه ګرځوي، د حکومت اړخ هم له بده مرغه د سولې د ټینګښت لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې هڅه نه کوي."

‎بل خوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول د حکومت د مرکچي پلاوي لومړیتوب دی او د افغانستان خلک د سولې له خبرو خبروي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، ددې شورا د رهبرۍ په کمېټه کې د دواړو مجلسونو مشران شته.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، ددې شورا د رهبرۍ په کمېټه کې د دواړو مجلسونو مشران شته.

‎د دغې شورا ویاند فریدون خوځون په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "موږ دا خپله دنده بولو چې د افغانستان خلک، ملي شورا او د هېواد د ټولو جهتونو مشران وخت په وخت د سولې له خبرو خبر کړو او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ په کمېټه کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشران شته، نو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب عبدالله دوی له دغو خبرو خبروي."

‎دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی وایي، دوی د سولې خبرو ته چمتو دي، خو طالبان د سولې خبرو ته نه حاضرېږي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

‎له دې سره د دغه بهیر په اړه د خلکو د تمې خلاف هر ورځ د مقناطیسي ماینونو چاودنې، هدفي وژنې اود جګړې له خلکو قرباني اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG