د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

مېل انلاین: هدفي وژنو د کابل په نارامه ښار کې په خلکو کې وېره خپره کړې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
  • مېل انلاین خپرونه

له بریتانیا خپریدونکې مېل انلاین خپرونې کابل کې د دوو ښځینه قاضیانو پر وژلو یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې د سولې له خبرو سره- سره په افغانستان کې تاوتریخوالی او په تېره بیا هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

خپرونې د لویدیځو اژانسونو په استناد دې مطلب کې وړاندې لیکلي، هدفي وژنو د کابل په نارامه ښار کې د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې ده.

د مطلب لیکوال په افغانستان کې د امریکا د لوړپوړي ډیپلوماټ او شارژدافیر راس ویلسن دا خبرې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، پر دغو قاضیانو برید طالبانو کړی دی.

ویلسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، طالبان باید پوه شي چې دا ډول کړنې یې مسولیت لري او د ده په خبره، که افغانستان ته سوله راځي، باید دا بریدونه پای ته ورسېږي.

مېل انلاین لیکلي:

پر ښځینه قاضیانو دغه برید له هغه اعلانه دوه ورځې وروسته کېږي چې امریکا وویل، افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې یعنې ۲۵۰۰ ته رسولی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، وژل شوې قاضیانې د هغو څه باندې دوه سوه ښځینه قاضیانو له ډلې دي چې د افغانستان د سترې محکمې په چوکاټ کې کار کوي.

په لیکنه کې راغلي:

افغانستان کې د هدفي وژنو په دوام یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو هېواد پریښي او داسې وېره لري چې ممکن راتلونکي اهداف دوی وي.

  • العربیه خپرونه

العربیه خپرونې بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې طالبانو د امریکا د دې ګام ستاینه کړې ده.

مطلب کې راغلي، دا ګام د امریکا او طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې پورته کېږي، خو وړاندې راغلي چې دوحه کې له بین الافغاني خبرو سره- سره طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو وژونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د مطلب لیکوال ویلي، د امریکا تلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د کمپاین د وخت هغه ژمنه پر ځای کړي چې ویلي یې و، افغانستان او عراق کې به خپله جګړه پای ته رسوي.

د مطلب لیکوال ویلي، د ټرمپ پر دغه اقدام د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت له خوا فشار هم و، خو په خبره یې ټرمپ دواړو هېوادونو افغانستان او عراق کې خپل ځواکونه تر ټولو ټیټې کچې ته را ورسول.

العربیه د مطلب په پای کې لیکلي چې دا مهال د افغانستان د دولت او طالبانو دواړو سترګې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته دي چې د افغانستان لپاره څه ډول تګلاره اعلانوي؟

XS
SM
MD
LG