د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

"د سولې خبرو کې شکونه او د جګړو زور افغان حکومت به دې فشارونو ته ټینګ شي؟"


ارشیف، په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
ارشیف، په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یو مطلب کې لیکلي، په داسې حال کې چې د سولې په خبرو کې شکونه پیدا شوي دي، جګړو زور اخېستی او امریکايي پوځیان وځي ایا افغان حکومت به دې فشارونو ته ټینګ شي؟

په مطلب کې راغلي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ابهام، د هدفي وژنو انګازې او له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو راپورونو په افغانستان کې اندېښنې تر دې حده زیاتې کړې دي چې له ولسمشر اشرف غني څخه له واکه د لاس اخېستو او پرځای یې د مؤقت حکومت د راتلو غوښتنې کېږي.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د پخواني غړي جعفر مهدوي له قوله چې اوس د سولې په خبرو کې دخیل دی لیکي چې نوموړی وايي، یوازینۍ لاره چې اوسني یخونه اوبه کولای شي د موقت حکومت راتلل دي.

واشنګټن پوسټ په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د هغه بیان یادونه کوي چې ویلي یې دي امریکا په افغانستان کې د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو سپارښتنه نه کوي.

ښاغلي ویلسن لیکلي چې د افغانستان د سولې د خبرو نتایج په افغانانو پورې اړه لري او متحدایالتونه غواړي چې دا نتایج به د افغانانو د هیلو او ارمانونو انعکاس وي. ورځپاڼه لیکي:

په روانه اوونۍ کې د سولې د خبرو نوې مرحله وروسته له هغه په ټپه ودرېده چې د طالبانو د مرکچي پلاوي دوه مهم مشران چې پاکستان ته تللي وو، بېرته دوحې ته ستانه نه شول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې په خبرو کې د ځنډ آوازې رد کړې او ویې ویل، د سولې په خبرو کې دا ډول وقفې د سلامشورو لپاره په ټوله نړۍ کې معمولې دي.

خو واشنګټن پوسټ د دولت د مرکچي پلاوي د سرچینو په حواله لیکي چې د خبرو بهیر د طالبانو د دوو مهمو مرکچیانو د غیابت له کبله ټکنی شوی دی.

  • کریسچن ساینس مانیټر

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې پوښتنه کوي چې خبرې که جګړه؟ او په ځواب کې لیکي، داسې ښکاري چې طالبان اوس بري ته ترجیح ورکوي.

ورځپاڼه په کابل کې د زن ټلوېزیون د مشرې شګوفې صدیقي اندېښنو ته کتنه کړې او لیکي په کابل او لویو ښارونو کې د هدفي وژنو زیاتوالي چې په ترڅ کې یې تقریباً هره ورځ لسګونه ژورنالېستان، مدني فعالان او چارواکي په نښه شوي، د سولې د خبرو پڅ بهیر او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د وخت نژدې کېدل، د سوله ییزې راتلونکې لپاره د نوموړې هیلې نهیلې کوي.

ورځپاڼه بیا پوښتنه کوي چې ایا طالبان د سولې په خبرو کې جدي دي؟ او په دوام یې لیکي:

دا هغه پوښتنه ده چې د امریکا په ملاتړ د افغانستان د سولې خبرې یې له پیله ستونزمنې کړي، خو کریسچن ساینس مانیټر لیکي چې د هدفي وژنو زیاتېدل د دې پوښتنې وېروونکی ځواب دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د مېرمن صدیقي له قوله لیکي چې وايي، طالبان نه دي بدل شوي.

نوموړې وايي، طالبان خبریالان او د مدني ټولنې فعالان ځکه په نښه کوي چې دوی د ملت رسا غږ اوچتوي.

ورځپاڼه د افغانستان د سیاسي چارو د شنونکي مایکل سېمپل له قوله لیکي چې نوموړی وايي، طالبان ځکه له صحنې د مدني فعالانو د ایستلو هڅه کوي چې غواړي په راتلونکي کې ځان د واکمنۍ لپاره چمتو کړي.

ښاغلي سېمپل کریسچن ساینس مانیټر ته ویلي، هدفي وژنې له یوې خوا د طالبانو په ګټه وېره خوروي او له بلې خوا پر حکومت د خلکو اعتماد زیانمنوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG