د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

"امریکا له طالبانو سره پر کړې هوکړې بيا کتنه کوي"


امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو تړون لاسلیک مراسمو انځور. ارشيف
امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو تړون لاسلیک مراسمو انځور. ارشيف

د امریکا د ملي امنیت شورا سلا کار ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ د فبروري د مياشتې هوکړه به په بیا کتنه کې وارزول شي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه.

د امریکا د ملي امنیت شورا له لوري تېره ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ښاغلي سولیوان ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډيپلوماټيکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دغه شان د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغان مېرمنو، نجونو او لږکیو ډلو د فوق العاده لاسته راوړنو له خوندیتوبه دا مریکا د ملاتړ ډاډ ښکاره کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې په دغه ټیلیفوني خبرې کې، جیک سلیوان ویلي، چې له افغان حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا همکاري او ملګرتیا د متحده ایالاتو ملي امنیت لومړیتوب دی او دوی به ډېر ژر له افغان حکومت سره نږدې سلا مشورې ته دوام ورکړي.

جک سوليوان
جک سوليوان

د افغاسنتان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي: "افغانستان له امریکا سره خپلې ستراتیژيکې ملګرتیا ته ژمن دی او دواړه لوري په سوله امنیت، له تروریزم سره په مبارزه او سیمه ییزو مسایلو سره په ګډه کار کوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د شوې هوکړې د ارزونې ملاتړی دی."

ښاغلی اندړ زیاتوي، دواړه لورو په تل پاتې اوربند، عادلانه او دوامدارې سولې، دیموکراټیک افغانستان، د تېرو دوول لسیزو په لاس ته راوړنو، د ټولو افغانانو د حقوقو په خوندیتوب او د اصلاحاتو پر دوام خبرې وکړې
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې تر راتلونکې مې میاشتې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.

د همدې هوکړې پربنسټ طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاور به د امریکا او متحدینو پرضد نا کارول کېږې او بین الافغاني مذاکرات به پيلوي.

د تېر میلادي کال د سپټمبر په ۱۲ افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو ترمنځ لومړنۍ پړاو بین الافغاني مذاکرات پیل شول، چې له شاه خوا ۴ میاشتو وروسته يوازې د خبرو په کړن لارې هوکړې ته ورسېدل او د خپلې پشنهادي اجنډاوې یې د غور او خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په منظور یو بل ته ورسپارلې.

له شل ورځو ځنډ او دواړو پلاو له سلا مشورو وروسته دوه نیمې اونۍ وړاندې یو ځل بیا دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پیل شول، خو ډېری افغانان شکایت کوي، چې دا ناستې پڅې روانې دي.

تازه د افغانستان دولت د مذاکراتي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو ډلې لا هم اجنډا د لومړیتوب ټکي له دوی سره نه دي شریک کړي.

هغې زياته کړه: "د اجنډا هم مهم بحث او مهم موارد او ټکي چې دوی غواړي پرې خبرې وکړي، موږ په تمه و چې راسره به یې شریکه کړي، څو ورباندې ګډ کار وکړو، له وخت تېرېدو سره بیا هم مقابل لوري نه مثبت او نه هم منفي ځواب راکړیغلې زرمتۍ زیاتوي، چې له دې وړاندې طالب پلاوي له دوی سره یوه اجنډا شریکه کړې وه، خو په ابتدايي ناستو کې مقابل لوري غوښتنه وکړه، چې په خپلې اجنډا له سره کتنه کوي.

شريفه زرمتۍ
شريفه زرمتۍ

اغلې زرمتۍ زیاتوي، چې له دې وړاندې طالب پلاوي له دوی سره یوه اجنډا شریکه کړې وه، خو په ابتدايي ناستو کې مقابل لوري غوښتنه وکړه، چې په خپلې اجنډا له سره کتنه کوي.

اغلې زرمتۍ وايي، د افغانستان د دولت د پلاوي په جنډا کې لوموړیتوب او مهم ټکی اوربند دی، ځکه د نوموړې په وینا د افغانانو غوښتنه وه، چې له مقابل لوري سره په لومړنیو ناستو کې شریک شوې ده.

خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، چې مقابل لوري هم تراوسه دوی ته اجنډا نه ده سپارلې.

ډاکټر محمد نعيم
ډاکټر محمد نعيم

خو طالبانو د امریکا له لوري د دې خبرې په اړه چې له دوی سره لاسلیک شوې هوکړه له سره ارزوي څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG