د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

افغان چارواکي: قطر کې د سولې روانې خبرې عملاً د مرګ په حالت کې دي


په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه
په قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال وايي، په قطر کې بین الافغاني خبرې عملاً د مرګ په حال کې دي.

محمدمېرزا کټوازي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسي جرګه او ټول افغانان د خبرو دوهمې مرحلې ته هیله مند وو، خو په دې مرحله کې هم هېڅ راز پرمختګ ونه شو.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه: "له بده مرغه کله چې ګورو چې د سولې د خبرو دوهمه مرحله پیلېږي، تراوسه هېڅ راز نتیجه یا لږ تر لږه یو اوربند یا اورکم هم په لاس کې نه لرو، نو د افغانستان ولسي جرګې په دې نظر ده چې په قطر کې روانې خبرې په مړه حالت کې دي."

د ولسي جرګې غړی محمدمېرزا کټوازی
د ولسي جرګې غړی محمدمېرزا کټوازی

له دې مخکې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي مخکښ غړي عطاالله لودین هم ویلي و چې د سولې د خبرو په دوهمه مرحله کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ښاغلي لودین چې په عین حال کې د افغانستان د عالمانو د شورا غړی هم دی، پرون پنجشنبې د ازادي راډیو په یوه بحث کې وویل چې دی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې په اړه یو لړ ملاحظات لري او زیاته یې کړه چې دا موافقه د افغانستان د قضیې حل نه ګڼي.

نوموړي زیاته کړه چې په قطر کې روانې خبرې په ټپه ولاړې دي او د افغانستان د دولت لوری په پرله پسې ډول پر اوربند ټینګار کوي.

د دولت د مرکچي پلاوي مخکښ غړي عطاالله لودین
د دولت د مرکچي پلاوي مخکښ غړي عطاالله لودین

ښاغلی لودین وايي: "متاسفانه چې کله دوی (طالبان) د دوهم ځل لپاره خبرو ته راغلي، موږ په دې نه یو توانېدلي چې لږ تر لږه اجنډا سره توحید کړو او یا د هغو لومړیتوبونو په اړه چې دوی او موږ یې لرو بحث وکړو."

ښاغلي لودین وویل چې د افغانستان دولت سولې ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې د خبرو اساس باید یوازې د قطر موافقه نه وي بلکې په بېړنۍ لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو غوښتنه،

د ملګرو ملتونو تړونونه او د امنیت شورا تاییدي پرېکړه لیکونه هم د دې خبرو بنسټ جوړوي.

د ښاغلي لودین د دې څرګندونو په اړه طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر ویلي چې نوی حکومت په قطر کې د امریکا او طالبانو د موافقې په اړه څېړنه کوي.

انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د امریکا په سنا کې د څرګندونو پر مهال وویل چې که دا موافقه د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي نه کړي، نو نتیجه به ورنه کړي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا نوی حکومت غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، خپل سرتېري ستانه کړي او په افغانستان کې د ترورېزم د بیا راتګ مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر یادونه وکړه چې په افغانستان کې د القاعده شبکې ګواښ لاهم شته.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر رحمت الله نبیل په دې باور دی چې د امریکا نوی حکومت ښايي د قطر په موافقه کې کوم د پام وړ بدلون رانه ولي.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر رحمت الله نبیل
د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر رحمت الله نبیل

ښاغلي نبیل د ازادي راډیو په اوونیز بحث کې وویل: "د موافقې په متن کې به ډېر تغییر رانه شي خو په حاشیو کې به یو لړ وضاحتونه وغواړي یا به تغییرات په کې راولي. ځکه د مذاکرې پر مېز معمولاً د راکړې ورکړې او امتیازونو مسئله یادېږي او دوی به یې سنجوي چې د کومو امتیازونو لپاره د فشار کوم وسایل لري."

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له دوو کلونو ناندریو وروسته د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه نېټه له طالبانو سره، افغانستان ته د سولې د راوستو موافقه لاسلیک کړه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG