د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د جو بایډن د لوړې مراسم او د امریکا له نوي حکومته د افغانانو هیلې!


ارشیف، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن
ارشیف، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

په داسې حال کې چې ټاکل شوې څو ساعته وروسته د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم پر ځای کړي، یو شمېر افغانان د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت پرېکړو ته انتظار باسي.

ښاغلی بایډن به نن چهارشنبه د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

په افغانستان کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالان وايي، هیله لري چې ښاغلی بایډن به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتلو ته پاملرنه وکړي.

د غزني دوه اوسېدونکي سیف‌الله او روهینا وايي: "زما په نظر د امریکا د حکومت سیاست د افغانستان پر وضعیت اغېز لري، زه د امریکا له نوي حکومته غواړم چې افغانستان کې د نظام د پیاوړتیا او د بشر حقونو په برخه کې ګټور ګامونه واخلي."

"زه له جو بایډنه هیله لرم چې افغانستان کې د بشري حقونو، د جګړې پای ته رسېدو او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هیله لري چې د جو بایډن حکومت به په مسؤلانه ډول له افغانستانه بهرني سرتېري وباسي او د سولې له پروسې به ملاتړ وکړي.

د قومونو په چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود
د قومونو په چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود

د قومونو په چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود وايي: "زما په نظر جو بایډن چې تازه د امریکا ولسمشر کېږي اول باید خپل پوځي قوتونه له افغانستانه په مسؤلانه ډول وباسي او نور باید د افغانستان پر سوله تمرکز وکړي ځکه سوله د ټولو افغانانو غوښتنه او هیله ده."

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې که د امریکا راتلونکی ولسمشر غواړي دې هېواد کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم کړي باید دا پروسه د دواړو لورو په همغږۍ ترسره شي.

ښاغلي غني له 'سي.اېن.اېن' ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو طرحه باید د دواړو هېوادونو د ګټو پر اساس جوړه شي.

دغه شان د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان افغانستان کې د ښځو د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي.

ارشیف، د افغان ښځو د ټولنې رئیسه فتانه ګیلاني، د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې
ارشیف، د افغان ښځو د ټولنې رئیسه فتانه ګیلاني، د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې

د افغان ښځو د ټولنې رئیسه فتانه ګیلاني وايي: "ښاغلی بایډن یو په کار پسې انسان دی، له بله خوا يې مرستیاله یوه مېرمن ده، باید د افغانستان مسئلې ته جدي پام وکړي او دې هېواد کې جګړه پای ته ورسوي، باید د ښځو لاسته راوړنې هېرې نه‌شي، دغه‌شان چې افغانستان کې هم نوی حکومت راځي، باید د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي."

دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان کې جګړه روانه ده او ورځ تر بلې تاوتریخوالی زیاتېږي.

که څه هم قطر کې د افغانستان او طالبانو استازي د سولې په خبرو بوخت دي، خو تر دې دمه په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګونه نه‌دي ترسره شوي.

نږدې ۱۰ میاشتې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو د افغانستان په جګړه کې سوړوالی رانه‎غی.

XS
SM
MD
LG