د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې مذاکرات ځنډېدلي


ارشیف، قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ومنله چې دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو مخامخ غونډې ځنډېدلي او له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې نه‌دي سره کتلي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون که څه هم په خبرو کې د راغلي ځنډ عوامل په ګوته نه‌کړل، خو ویې‌ویل د دولت پلاوی په خپل‌منځیو خبرو بوخت دی.

ښاغلي خوځون د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی پلاوی د سولې خبرو د هغې اجنډا پر یووالي او سمون کار کوي چې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شوې ده.

ښاغلي خوځون زیاته کړه: "د اجنډا د توحید او ترتیب لپاره کار شروع شوی دی، مجالس شوي دي، اوس موږ په خپل‌منځي ناستو اخته یو، مقابل لوری هم ممکن خپل‌منځي ناستې ولري، هر کله چې دا بحثونه مخته ولاړل او توحید شول، د افغانستان خلکو ته به اعلان شي."

فریدون خوځون
فریدون خوځون

په همدې حال کې روېټرز خبري اژانس د دواړو لورو د سرچینو په حواله ویلي، دوحه کې د سولې مرکچیانو خبرې درولي او دې ته په تمه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.

بایډن یوه اوونۍ وروسته یعنې راتلونکې چهارشنبه د لوړې مراسم ترسره کوي او د سولې مرکچیان غواړي وپوهېږي چې نوموړی له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په برخه کې د ډونالد ټرمپ مهالوېش تعقیبوي او که څنګه.

په کابل کې یوې ډيپلوماتیکې سرچینې روېټرز ته ویلي، فکر نه‌کوي چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې د پام وړ کوم پرمختګ وشي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم د نوم نه‌ښودو په شرط دغه اژانس ته ویلي، دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.

د طالبانو دغه غړي ویلي، که چېرته امریکایان له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په برخه کې په خپلو ژمنو ونه‌درېږي، دوی به جدي اقدامات وکړي او د جګړې په کلیدي ځایونو کې به بېرته سخت‌دریځي ځای پر ځای کړي.

د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې پیل شو، خو تر اوسه یوازې یو ځل د دواړو لورو مرکچیانو مخامخ سره کتلي دي او د تماس ډلو یې لږ تر لږه دوه ځله غونډې کړې دي.

د ملا برادر په مشرۍ یو شمېر طالب مرکچیان
د ملا برادر په مشرۍ یو شمېر طالب مرکچیان

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، تر اوسه د دوی د مرکچي پلاوي څلور لوړپوړي غړي د لوجستیکي ستونزو له کبله بېرته دوحې ته نه‌دي ستانه شوي.

د دولت د مرکچي پلاوي ځیني غړي هم تر اوسه دوحې ته نه‌دي رسېدلي.

د سولې خبرو له تودېدو سره ځینو سیاستوالو د موقت یا لنډمهالي حکومت غوراوی وړاندې کړی دی، خو ارګ د دې وړاندیز کلک مخالفت کړی او په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي، د موقت حکومت پلوي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG