د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

که په افغانستان کې د سولې خبرې ناکامه شي نو څه به پېښ شي؟


قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020
قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو پر بین الافغاني خبرو او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو تمرکز کړی دی.

  • ډيپلومات

ډیپلومات خپرونه لیکي، د خبرو نوی پړاو ورو پیل شو او اوس دواړه لوري چې باید پر اجندا توافق وکړي، سخت کار په مخ کې لري.

د ډيپلومات په لیکنه د افغانستان دولت غواړي، چې له طالبانو سره خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي خو طالبان غواړي چې د افغانستان د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د خبرو دغه نوی پړاو د جنوري په پنځمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شو خو خپرونه د اسوشتیدپریس آژانس په استناد لیکي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر او د دې ډلې ستر مرکچي ملا عبدالحکیم اسحاقزی د جنوري تر شپږمې پورې په پاکستان کې وو.

ډیپلومات خپرونې د افغان ولسمشر اشرف غني هغه وروستۍ څرګندونې هم را اخیستي چې د موقت حکومت جوړېدا یې رد کړې او ویلي یې دي، چې دا چوکۍ د ده نه ده بلکې هغه خلکو ورسپارلې ده.

  • ايرو ايشيا ريويو

ايرو ايشيا ريويو خپرونې، لیکنه په دې پوښتنې چې که په افغانستان کې د سولې خبرې ناکامه شي، څه به پېښ شي، پیل کړې ده.

د خپرونې په لیکنه د افغانستان د لانجې د هراړخیز هواري او یوه باثباته توافق لرلید روښانه نه دی او هغه په زیاتېدونکي ډول مبهم ښکاري.

په دوام کې راغلي، دواړه مخالف لوري چې د خبرو پر لومړنیو موضوعاتو یې څومیاشتې وخت تېر کړ اوس په دې اړه چې یو نوي سیاسي نظام څه ډول بڼه ولري، له مهو او سختو پرېکړو سره مخامخ دي.

د ایروآیشیا ریویو په لیکنه، یو شمېر زوواکان ښایي بیا د ملېشو په جوړولو سره د طالبانو پر وړاندې د جګړې ګواښونه وکړي خو یو شمېر نورو په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو ته هیله من دي چې هغه په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګېدو یوفرصت رامنځته کړی دی.

  • سټارس انډ سټرايپس

سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئلې ته کتنه کړې او لیکي، پنټاګون د نوي دفاعي قانون سره سره لاهم تمه لري چې تر جمعې پورې په افغانستان کې تر دونیم زرو پورې د ځواکونو د شمېر کمولو ته دوام ورکړي.

د هغه بیان له مخې چې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ خپور کړی، دغه قانون د هغو سرتېرو لګښتونه نه تامینوي چې که یې شمېر په افغانستان کې له ۴۰۰۰ څخه راکم شي.

د امریکا دفاع سرپرست وزیر کریستوفرمیلر د تېرکال د نومبر میاشتې په اولسمه اعلان کړی و چې د روان کال د جنوري تر نیمایي به په افغانستان کې د ځواکونو شمېر دونیم زرو ته راکم کړي.

د سټارس انډ سټرایپس په لیکنه د ۲۰۲۱ مالي کال د پوځي لګښتونو په اړه قانون کې ویل شوي، چې که په افغانستان کې د سرتېرو شمېر له څلور زرو یا دووزرو پورې راکمېږي، د تمویل لپاره یې د دفاع وزارت د ۲۰۲۰ یا ۲۰۲۱ مالي کلونو له بودجې څخه تر هغو کار نه شي اخیستل کېدای چې دفاع وزیر کانګرس ته راپور وړاندې کړی نه وي.

په دې راپور کې به د دې جاج اخیستل کېږي، چې د ځواکونو کمېدا د امریکایي پوځیانو او د ترهګرۍ پر وړاندې روان ماموریت ته د خطرونو په ګډون پر کومو برخو اغېز کوي.

یوه امریکایي پوځي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط سټارس انډ سټرایپس ته ویلي، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر درې زره دی.

XS
SM
MD
LG