د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې
  • ايرو ايشيا

ایرو ایشیا ریفیو خپرونې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د حضور او په دې اړه د افغان چارواکو پر انتقاد لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې پر اساس، د افغانستان حکومت د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان ته د افغان طالب مشرانو سفر او هلته د هغو لیدنې- کتنې د افغانستان سولې ته ستونزې پېښوي.

په هغه ويډيو کې چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ښودل کېږي، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر طالبانو ته وینا کوي.

برادر د پاکستان د حکومت په بلنه د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې پر پروسې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و خو د راپورونو او د خپرې شوې ويډيو له مخې، له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته یې په دغه هیواد کې له مېشتو طالبانو سره هم کتلي دي.

په ویډیو کې ملابرادر د ګڼ شمېر طالبانو غونډې ته وايي، چې د سولې پروسه په پاکستان کې د طالب مشرانو په مشوره نهايي کېږي.

د دې ويډيو په غبرګون کې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، چې د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو موجودیت د افغانستان د ملي حاکمیت څرګنده سرغړونه ده او په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ سبب دی.

د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی د ډسمبر په ۱۶ پاکستان ته لاړ او هماغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دا پلاوی یې د افغانستان د حکومت په مشوره وربللی دی.

خو د ویډیو له خپرېدو وروسته افغانستان عکس العمل وښود.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې پاکستان په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنوي او وايي، چې د طالبانو ټول مشران په کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې دي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

  • آیریش ټایمز

دې ورځپاڼې په افغانستان کې د کرونا ويروس او پر وړاندې یې د افغانانو د بې تفاوتۍ په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د یو شمېر دوکاندیانو یادونه کړې، چې له خپلو مشتریانو سره په لاس روغبړ کوي او حتي وايي، چې کرونا ویروس نه شته او دا تشې اوازې او تبلیغات دي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې پرون د آیريش ټایمز د راپور له خپرېدو سره هممهاله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۸۳ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی اکمل سمسور ویلي، چې خلک له کرونا ویروس او په دې برخه کې د پیغامونو له اورېدلو ستړي شوي دي.

دی وايي، افغانان په داسې هېواد کې اوسي، چې د جګړې له سختو ګواښونو سره مخامخ دي او د کرونا ویروس د ورسره سیالي نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG