د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

نیویارک ټایمز له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر کمېدو تبصره کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

څو لوېدیځو رسنیو د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر ژمنې مقالې لیکلې دي.

شااوخوا ۱۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ژنیو کې په دوه ورځني کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره افغانستان ته د ۱۳.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې تمویلوونکو هېوادونو خپلې مرستې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په پرمختګونو پورې مشروطې کړې دي.

د افغانانو ترمنځ خبرې د روان کال د سپټمبر له ۱۲مې په دوحه کې پیل شوې، خو لا تر اوسه د سولې اصلي مذاکراتو د پیل لپاره کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اوسنی شرط د تېرو دورو پرتله جدي دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي له افغانستان سره په داسې حال کې چې له پراخېدونکي تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دی، د لږ مرستې ژمنه شوې ده.

نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د څه باندې ۱۵ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، خو اوس دا مرستې شااوخوا دوه میلیارده ډالره راکمې شوې دي.

نیویارک ټایمز لیکلي، امریکایي ځواکونه سره تودو جګړو سره سره په بېړه او داسې حالت کې له افغانستانه وځي چې تمه‌یې نه‌کېده.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر مېلر تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپارښتنه، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر نیمایي پورې له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته کموي.

ورځپاڼې ځینې نورې شمېرې هم ورکړي او لیکلي یې دي چې یوازې په نومبر میاشت کې په افغانستان کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دې مطلب کې راغلي چې د مرستو کمېدو یوه بله ضمیمه هم درلوده او هغه د افغانستان دولت پر وړاندې د سختو شرایطو ایښودل دي، په ځانګړي ډول د سولې د پرمختګونو په برخه کې.

په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې ټولنې د بروکسل په غونډه کې تر ډېره له فساد سره د افغان دولت پر مبارزې ټینګار کړی وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ژنیو تر کنفرانس یوازې څو ورځې دمخه د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې نوي غړي وګمارل.

XS
SM
MD
LG