د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • هفپوسټ

هفپوسټ ورځپاڼې د امریکا له منتخب ولسمشر جوبایډن څخه د طالبانو وروستۍ غوښتنې ته پام اړولی او لیکي، طالبانو د سې شنبې په ورځ د بایډن له نوې ادارې وغوښتل چې د فبرورۍ د میاشتې تړون ته ژمن پاتې شي، هغه تړون ته چې له مخې یې امریکایي ځواکونه د راتلونکې کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي.

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې دا تحریک غواړي د امریکا نوي منتخب ولسمشر او راتلونکې ادارې ته یې په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د هواري لپاره تر ټولو منطقي او اغېزمنه وسیله همدا د دوحې تړون دی چې باید تطبیق شي.

طالبان دغه تړون ته د امریکا د ژمنتیا مسئله داسې مهال راپورته کوي چې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وړمه ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د بایډن له راتلونکې ادارې وغوښتل چې پر هغه دې له سره کتنه وکړي.

سرور دانش دغه راز وویل، چې د افغانستان دولت دغه تړون ته هیڅ مسئولیت نه لري، ځکه نه یې یو اړخ و او نه یې هم هغه تایید کړی دی.

  • اینډیپنډنټ

اینډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې په دولتي ادارو کې پر ښځینه کارکونکو د حملو زیاتوالي ته کتنه کړې او لیکي، پر درې دېرش کلنې خاطرې چې د غزني له پولیسو سره یې د کارکولو یوازې درې میاشتې تېرې شوې وې، حمله وشوه او ړنده شوه.

هغې ویلي، چې دا کار طالبانو کړی خو د پلار په مرسته یې، چې له پولیسو سره د دې له کار کولو خوښ نه و.

خاطره وایي، پلار یې چې اوس په توقیف کې دی، دا تل تعقیبوله او په هغه ورځ چې پرې ډزې وشوې او پر سترګو پرې د چړې ګوزارونه وشول، پلار یې پرله پسې ورته ټیلیفونونه کول او ورڅخه یې پوښتل چې چېرې یې.

د انډیپنډنټ په لیکنه، خاطرې ویلي چې پلار یې له سیمه ییزو طالبانو سره تماس ټینګ کړی او د دې د پولیسو د کارټ یوه کاپي یې هم ورکړې وه چې له څېرې دا وپېژني.

خو د ورځپاڼې په حواله طالبانو ویلي چې په دې پېښه کې دوی لاس نه لري او هغه یې یوه کورنۍ مسئله یاده کړې ده.

وړاندې په اینډیپنډنټ کې راغلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې ډېرې پېژندل شوې ښځې د حملو لپاره په نښه شوې دي.

ورځپاڼې په دې ترڅ کې پر صبا سحر چې د دې هېواد د فلم یوه له لومړنیو ډایرکټرانو ده او سیاسي فعالې فوزیه کوفي چې له طالبانو سره د دولت د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړې ده، د حملو یادونه کړې ده.

دواړه له دغو حملو چې پرې په اګست میاشت کې شوې وې، روغې وتلي.

په افغانستان کې پر فعالو ښځو د حملو زیاتوالي ته د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې فعاله سمیرا حمیدي اشاره کوي او وایي، که څه هم په دې هېواد کې په عامه ادارو کې د ښځو لپاره کارکول ګران دي، خو د هېواد په کچه د شخړو زیاتوالي د دوی لپاره دا مسئله لا سخته کړې ده.

XS
SM
MD
LG