د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

امنېسټي انټرنشنل: ملکي وګړي د جګړې لوړه بیه پرې کوي


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • امنېسټي انټرنشنل

د بخښنې نړیوالې ډلې یا امنېسټي انټرنشنل په خپله خپرونه کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

امنېسټي انټرنشنل وايي، د سولې خبرې نه‌دي توانېدلي چې په افغانستان کې د عام ولس د مرګ‌ژوبلو مخه ونیسي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې دوام لري، خو ملکي وګړي د جګړې لوړه بیه پرې کوي.

د بشري حقونو د دې مدافع ټولنې په وینا یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۵۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.

د امنېسټي انټرنشنل پر اساس له دغو کسانو سره د اکټوبر میاشتې په لومړیو ۲۰ ورځو کې په افغانستان کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۸۰ او د ټپیانو ۳۷۵ تنو ته ورسېد.

د بخښنې نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا د څانګې رئیس عمر وړایچ ویلي، په داسې حال کې چې د دولت او طالبانو مرکچیان په دوحه کې پر سولې غږېږي، روانه میاشت جګړه تېزه شوې او ملکي وګړي یې خورا لوی تاوان ورکوي.

ده دا هم ویلي چې نړۍ باید بې‌تفاوته پاتې نه‌شي چې ملکي افغانان هره ورځ وژل کېږي.

د بخښنې نړیوالې ډلې د افغانستان د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتابه لپاره پوره اقدامات وکړي او نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.

د بخښنې نړیوالې ډلې راپور خپور و چې پرون په غزني کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ۹ تنه ووژل شول.

  • مېل

مېل ورځپاڼې لیکلي چې بم د هغه بس په لاره کې وچاودېده چې یوازې ملکي وګړي په‌کې سپاره وو.

له دې پېښې وروسته په یوه بله ورته چاودنه کې ۲ پولیس ووژل شول.

طالبان په لویو لارو کې د امنیتي ځواکونو لپاره بمونه ږدي، خو د دوی په بمونو عموماً ملکیان وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG