د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

ان بي سي: آيا غني او عبدالله به د سولې راوستلو لپاره يو موټى شي؟


عبدالله عبدالله او ولسمشر غني
عبدالله عبدالله او ولسمشر غني
  • نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي د جرمونو پر نړیواله محکمه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بشري جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنې کوي د ولسمشر ډونالډټرمپ بندیزونه به پرته له دې چې امریکا په خپلو متحدانو کې منزوي کړي، بله ګټه ونه لري.

ورځپاڼه د امریکا د خزانې په وزارت کې د بندیزونو د برخې د یوې پخوانۍ چارواکې جولیافریدالندر له قوله لیکي چې وايي پر ICC د ټرمپ ادارې له خوا یو اړخیزه بندیزونو د امریکا متحدان چې فکر کوي په دې برخه کې د دوی غوښتنې له پامه غورځول شوي، خواشیني کړي دي.

ICC د دې محکمې، لويې څارنوالې فاتو بنسودا ته د روان کال په مارچ میاشت کې رسماً په افغانستان کې د ۲۰۰۳-۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د هغو بشري جنایتونو د څېړنې صلاحیت ورکړ چې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د ګڼې وژنې او همداراز د افغان چارواکو، مریکایي سرتېرو او د CIA له خوا د وګړو د شکنجې تورونه په کې شامل دي.

په جون میاشت کې ولسمشر ډونالډټرمپ پر هغو کسانو د بندیزونو لګولو ته اجازه ورکړه چې د جرمونو نړیواله محکمه یې استخداموي.

د سپټمبر په دوهمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ICC یوه فاسده بې نظمه اداره وبلله او د دې لپاره چې دا محکمه د تحقیقاتو لړۍ ودروي پر مېرمن بنسودا او د هغې پر یوه همکار يې بندیزونه اعلان کړل.

نیویارک ټایمز لیکي دې اقدام د امریکا اروپايي متحدان، د بشري حقونو فعالان او حتی د امریکا د پوځ متقاعد جنرالان په غوسه کړل ځکه دوی استدلال کاوه چې د ټرمپ ادارې اقتصادي بندیزونه چې د جګړه مارو مشرانو، دیکتاتورانو او استبدادي حکومتونو لپاره دي د بشري حقونو پر یوې مدافع ولګول.

ورځپاڼه په پای کې د متقاعد امریکايي جنرال واسیلي کلرک له قوله لیکي چې وايي، دا ډېره خطرناکه ده چې متحدايالات یوې نړیوالې موسسې ته چې په نړۍ کې د قانون او نظم د حاکمیت په ګټه کار کوي، سپکاوی کوي.

کلرک چې د ناټو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا کار امریکا له روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا سره په یوه کتار کې دروي.

  • ان بي سي نيوز

ان بي سي نیوز پر خپلې ویبپاڼې په یو ه تحلیلي مطلب کې د ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله زړې لانجې يادوي او پوښتنه کوي چې آیا دوی به په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره یو موټی شي؟

په مطلب کې راغلي د ولسمشر غني دا عادت چې ډېر په جزییاتو پسې ګرځي او د عبدالله عبدالله دا مهارت چې له پرګنو سره ښه اړیکې پالي دا امکان برابروي چې دوی دواړه د طالبانو پر وړاندې یوه ځواکمنه جبهه جوړه کړي.

خپرونه د هغو کسانو له قوله چې دواړه مشران پېژني لیکي چې د واک د وېش له څو کلنې ترخې تجربې وروسته د دې دوو پخوانیو سیالانو ترمنځ یوه بې خونده ملګرتیا جوړه شوې ده، په داسې حال کې چې دوی بېل سوابق، بېلې طبعې، بېلې تجربې او بېل لید لوري لري خو ان بي سي نیوز لیکي چې له دې سره سره د جګړه ځپلي افغانستان برخلیک د دوی داړیکو په څرنګوالي پورې تړلی دی.

XS
SM
MD
LG