د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • ایکونومیست

برتانوۍ خپرونې ایکونومیست په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته په یوه مطلب کې کتنه کړې ده.

د مطلب سرلیک دی په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر کموي افغانان خپلې غاړې تازه کوي.

خپرونه لیکي چې دواړه لوري لاهم د مسئلې زړه ته نه دي ورننوتي.

ایکونومیست لیکي چې طالبان او د افغانستان دولت له شپږ میاشتنیو ناندریو او ځنډ وروسته بالاخره د سېپټېمبر په دولسمه لږترلږه تر یو چتر لاندې کېناستل څو د خپل هېواد د ادارې پر څرنګوالي یوې موافقې ته ورسېږي.

خپرونې په دوحه کې د افغان سولې په پرانیستغونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د وینا هغه برخه نقل کړې ده چې ویلي یې و، که د افغانستان کړکېچ د خلکو ارادې ته د مراجعې په وسیله او له سوله ییزې او سیاسي لارې حل شي، نو هېڅوک به بایلونکی نه وي.

د ایکونومیست مطلب په تېره فبروري میاشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې یادونه کوي او لیکي، د دې موافقې تمرکز تر ډېره د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو و، هغه هم په دې شرط چې طالبان به د القاعدې په څېر تروریستي ډلو ته پناه نه ورکوي.

ایکونومیست لیکي، په هغه موافقه کې د افغانستان حکومت نه و، شامل خو په روانو خبرو کې به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان جوړېږي.

  • واشنګټن ایکزماینر

واشنګټن ایکزماینر اونیزې خپرونې، په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د راتلونکي په اړه د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن څرګندونو ته کتنه کړې ده.

ښاغلي بایډن هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څېر ویلي چې ناپایه جګړې به پای ته رسوي خو خپرونه پوښتنه کوي چې آیا بایډن به په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې په افغانستان کې یو شمیر سرتېري ونه ساتي؟

په پنسلوانیا کې په یوه کمپایني غونډه کې یوه متقاعد سرتېري چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت کړی و، له ښاغلي بایډن څخه وپوښتل چې که په ټاکنو کې بریالی شي نو آیا په غیرضروري جګړو کې د امریکا ګډون به پای ته ورسوي؟

ښاغلي بایډن په ځواب کې وویل چې هو، دا کار به وکړي.

خو واشنګټن ایکزماینز لیکي، مالومه نه ده چې بایډن به د بریا په صورت کې په رښتیا د ټرمپ پر ګام ګام کېږدي کنه ځکه ده تل استدلال کاوه چې امریکا باید په افغانستان کې یوه برخه پوځي ځواک پرېږدي څو تروریستان وځپي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور به پای ته ورسوي او امریکايي سرتېري به کورونو ته ستانه کړي.

د ټرمپ د همدې ژمنې په اساس متحدو ایالاتو په تېره فبروري میاشت کې له طالبانو سره د سولې یوه موافقه لاسلیک کړه چې په دوام یې اوس مهال په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG