د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

'پاکستان د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای خپلو سیاسي ګټو ساتلو ته لیوالتیا لري'


ارشیف
ارشیف
  • سان فرانسسکو کرونيکل

سان فرانسسکو کرونيکل پاکستان ته د طالبانو د لوړپوړي پلاوي د سفر په اړه راپور خپور کړی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو پلاوي د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ورسېد.

په ليکنه کې ويل شوي، ګومان کېږي چې پاکستان به پر طالبانو اغېز ولري، خو وړاندې ليکې، د طالبانو په منځ کې هم يو شمېر پر پاکستان بې باوره دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغانانو د خپلمنځي خبرو پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.

قريشي وويل، نن سه شنبې اسلام اباد ته له ورغلي طالب پلاوي سره خبرې کوي.

د بين الافغاني خبرو پيل ظاهراً د بنديانو د تبادلې د نه بشپړېدو له کبله د پنځو مياشتو راهيسې ځنډېدلې.

  • ډان

ډان انګليسي ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې هم د شاه محمود قريشي د څرګندونو يوه برخه خپره کړې.

په ليکنه کې ويل شوي چې قريشي د طالبانو او امريکا او اوس د حکومت سره د خبرو اترو په بهير کې پېچلتيا ومنله خو زياته يې کړه چې اوس ستونزې يو بل پسې هوارېږي او د سولې بهير د پرمختګ په حال کې دی.

په ليکنه کې همدا راز قريشي د افغانستان په سوله کې د چين د رول ملاتړ کړي.

اسلام اباد بیا بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو د افغان حکومت چارواکي دې څرګندونو ته په شک ګوري.

د جمعې په ورځ راپور ورکړل شو چې پاکستان د هغې نړیوالې ادارې په تور لېست کې له شاملېدو څخه د ځان ژغورنې لپاره چې په نړۍ کې د ترهګرۍ تمويل او د تورو پيسو سپینول څاري، پر طالب مشرانو د ملګرو ملتونو د بنديزونو پر عملي کولو ټينګار کړی.

د بنديزونو په دې لېست کې خپله ملا عبدالغني برادر هم شامل دی.

  • هندوستان ټايمز

هندوستان ټايمز ورځپاڼې هم په همدې موضوع ليکنه خپره کړې.

لیکوال يې وايي، پاکستان د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای ډېر د خپلو سياسي ګټو د ساتلو سره ليوالتيا لري او وبه ليدل شي چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر د بين الافغاني خبرو لپاره د شرایطو په برابرولو کې څومره مؤثر دی، هغه خبرې چې ويل کېږي په قطر کې به پیل شي.

XS
SM
MD
LG