د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیوزویک

له امریکا خپرېدونکې مجلې نیوزویک په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر هڅو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اپرېل پر ۱۳مه قطر ته د دې لپاره سفر وکړ، چې له طالب استازو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې د تطبیق پر وړاندې پر پرتو خنډونو خبرې وکړي.

د نیوزویک په لیکنه خلیلزاد دا سفر په داسې حال کې وکړ، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو تبادلې ته د نږدېوالي د مثبتې نښې په سترګه کتل کېدل، څو دا هڅه وکړای شي بین الافغاني خبرو او د افغانستان د شخړې حل ته زمینه برابره کړي.

د نیوزویک په لیکنه په سیمه کې سیمه ییز او ګاونډي قدرتونه چې د افغان حکومت ملاتړ کوي، په دې تمه دي چې طالبان په تدریجي ډول پر یوه روغه جوړه سلا وکړي، خو لیکوال استدلال کوي چې امریکا نه شي کولای د افغانستان برخلیک سیمه ییزو لوبغاړو ته وسپاري.

د لیکوال په باور منځنۍ اسیا او په عمومي ډول نړۍ د سیمه ییزې شخړې بله ډرامه نه غواړي، لیکوال داعش ډلې ته اشاره کړې چې په ۲۰۱۵ میلادۍ کال په منځني ختیځ کې جوړه شوه.

د نیوزویک په مقاله کې د قزاقستان او ازبکستان یادونه هم شوې، چې په باور یې په کار ده په افغانستان کې د امریکا په هره موثره پالیسۍ کې شریک وي.

په لیکنه کې راغلي، دغه دواړه هېوادونه دا درک کوي چې د افغانستان سوله او پرمختګ د سیمه ییزې سوکالۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په هرات کې د کرونا ویروس له کبله ښځو ته پر ورپېښو ټولنیزو ستونزو مقاله خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د ۲۵ کلنې روانپوهې مرضیې اکبري د ژوند داستان ته کتنه شوې، چې هر سهار له خوبه تر پاڅېدو وروسته د ټېلېفون له لارې له نورو ښځو سره ټېلېفوني تماس ټینګوي.

د لیکنې په حواله زیات تماسونه بې ځوابه پاتې کېږي، ځکه هرات له دوو اوونیو د کرونا ویروس له کبله په قرنطین کې دی او مېرمن اکبري د یوې روغتیايي څارونکې په توګه هڅه کوي د هغو ښځو مرسته وکړي، چې د قرنطین پر مهال د کورني زورزیاتي قرباني شوي دي.

مرضیې اکبري ویلي د دغو ښځو لپاره سخته اندېښنه لري.

د هغې په خبره په هرات کې به ښځې له کرونا ویروس څخه روغې پاتې شي، خو له قرنطین څخه به روغې ونه وځي.

د ګارډین په لیکنه، مېرمن اکبري د محدودو ښځینه روانپوهانو، ډاکترانو او روغتيايي څارونکو له ډلې ده، چې په هرات کې له هغو ښځو سره مرسته کوي چې په کورونو کې له زورزیاتي او ناوړه چلند څخه ځورېږي.

د لیکنې په حواله په افغانستان کې د ښځو په وړاندې ناوړه چلند او تاوتریخوالی عام دی او هرات له هغو ولایتونو دی چې له دې درکه د ښځو د ځانوژنې پېښې هم په کې زیاتې دي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو اټکل ته اشاره شوې چې وايي، په افغانستان کې په سلو کې ۵۰ مېرمنې ټول عمر د خپلو شریکانو له ناوړه چلند سره مخامخې وي.

خو مرضیه اکبري وايي، د دې په باور په هرات کې تقریباً هره ښځه په خپل کور کې وهل کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې محدودیتونه او قرنطین وضع شو، د ښځو په وړاندې ناوړه چلند په ټوله نړۍ کې زیات شو.

XS
SM
MD
LG