د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

یو شمېر لوېدیځو رسنیو لکه اې بي سي نیوز او نورو د پاکستان له لوري د طالبانو پر مشرانو د بندیز د اعلان په اړه لیکنې خپرې کړي خو په دې منځ کې ایشین لایټ انټرنېشنل خپرونې د هغو ټکو یادونه هم کړې چې د دې خپرونې په نظر له کبله یې پاکستان دا پرېکړه کړې ده.

  • ایشین لایټ انټرنېشنل

ایشین لایټ خپرونه وايي، پاکستان د دې لپاره چې د پیسو سپینولو او د تروریستانو د تمویل د څارونکې ادارې له لوري په تور لېست کې شامل نه شي، دا پرېکړه کړې ده.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي: "په داسې وخت کې چې د اشرف غني حکومت، طالبان او امریکا د بین الافغاني خبرو د پیلولو په درشل کې دي، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د حقاني شبکې په شمول د طالبانو پر مشرانو بندیزونه لګوي."

د پاکستان د حکومت په اعلان کې ویل شوي چې پر حقاني شبکې په تعزیراتو کې یې د دې شبکې د غړیو پر سفر بندیز، د شتمنیو کنګل کېدا او د وسلو تحریم شامل دي.

د پاکستان حکومتي سرچینې وايي چې دا پرېکړه یې د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو پر اساس کړې ده.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي: "فدرالي حکومت خوشاله دی چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول عملي کړي."

ایشین لایټ خپرونه وايي، د پاکستان حکومت د خپل هېواد د پارلمان پر دواړو جرګو هم یو شمېر قوانین تصویب کړي چې د پیسو سپینولو او د تروریزم د تمویل د ادارې په تور لېست کې شامل نه شي.

تېر کال دې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان په خړ لېست کې شامل کړ.

تر دې دمه یوازې ایران او شمالي کوریا په تور لېست کې دي.

په تور لېست کې شامل هېوادونه له ګڼو بندیزونو سره مخامخ کېږي او نړیوالې مالي موسسې پور نه ورکوي.

د پاکستان له لوري په بندیز کې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر هم شاملېږي خو د نړیوالو رسنیو ډېر پام حقاني شبکې ته اوښتی دی ځکه چې امریکا او افغانستان دا شبکه د پاکستان استخباراتو ته ډېره نژدې بولي.

  • ریلیف ویب

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپله نشریه ریلیف ویب کې پر افغانستان د کرونا ویروس اغېزې څېړلي او په افغانستان کې یې د جولای د میاشتې د مرستې رسونې چارو ته کتنه کړې ده.

د ملګروملتو دا اداره وايي، په هغو ولسوالیو کې چې تګ راتګ ورته ګرانه دی، د خلکو د ستونزو او بشري مرستو د منظمې څارنې او پېژندنې په اړه ارزونه ګرانه ده.

خپرونې په دا ډول سیمو کې د مېشتو خلکو د بشري اړتیاوو په اړه معلومات محدود بللي دي.

تر دې وړاندې ملګروملتو ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا لا زیاته شوې ده ځکه چې له یوې خوا د ډېرو خلکو کاروبار زیانمن شوی او له بلې خوا د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له ګاونډیو هېوادونو څخه د پام وړ شمېر کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG