د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

ګڼو لوېدیځو رسنیو د پروان او خوست پر جوماتونو پر حملې تبصرې کړي


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو رسنیو ته په پروان او خوست کې پر جوماتونو حملې د پام وړ ښکاره شوې دي.

ټلګراف

د بریتانیا ټېلګراف ورځپاڼې د خوست په صبري ولسوالۍ او د پروان ولایت مرکز چارېکار ته نږدې په خلازايي سیمه کې د ورته حملو د مرګ‌ژوبلو د یادونې ترڅنګ لیکلي چې دا بریدونه په داسې وخت شوي چې د روژې میاشت ده او افغانان په روژه او عبادت بوخت دي.

د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر اساس د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د جګړې په ترڅ کې د څه باندې ۵۰۰ ملکیانو د وژل کېدو او د څه باندې ۷۶۰ نورو د ټپي کېدو یادونه هم کړې ده.

  • ګلوب انډ مېل

په همدې موضوع د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې هم لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا بریدونه لږ وروسته له دې وشول چې ملګرو ملتونو یو وار بیا د تشدد د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره وکتل چې دا ډله د افغانستان د سولې له نوې مصالحې شورا سره خبرې وکړي.

خلیل‌زاد وروسته کابل ته لاړ.

دا لومړی ځل نه‌دی چې پر ملکي هدفونو برید کېږي. تر دې وړاندې د روانې مې په ۱۲مه په کابل کې څلورو انتحاري بریدګرو پر یوه زېږنتون خونړۍ حمله وکړه او د نوزېږو ماشومانو په شمول‌یې لږترلږه ۲۴ تنه ووژل.

  • ټایم

د همدې پېښې په اړه ټایم مجلې په وروستۍ ګڼه کې د یوې روغې پاتې شوې ښځې کیسه خپره کړې چې څرنګه‌یې ځان وژغوره. په دې لیکنه کې ډېر تمرکز په دې شوی چې په افغانستان کې د ماشومانو په زېږولو د میندو مړینې څومره کمې شوې دي.

د ټایم له مخې، په ۲۰۰۲ م کال کې افغانستان د ماشومانو او پر ماشوم د میندو د مړینو د شمېر له نظره په نړۍ کې ساری نه‌درلود.

د هغې سروې له مخې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د امریکا متحد ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې او یونېسف له لوري په ګډه شوې، په دې هېواد کې له یو لک ښځو ۱،۶۰۰ په اولاد مړې کېدې، خو په بله سروې کې چې په ۲۰۱۷ م کال وشوه، په هرو یو لک ښځو کې ۶۳۸ د ماشوم په زېږولو مري.

مجله وايي، د دې لپاره چې ګڼې لیرې پرتې او کلیوالې سیمې اوس د طالبانو په کنټرول کې دي او د هغو سیمو په اړه کره معلومات نه ترلاسه کېږي، نو ممکن په اولاد د میندو مړینې بیا زیاتې شوې وي.

ټایم زیاتوي، په افغانستان کې د ماشوم د زېږولو په مهال د میندو د مړینو د کمېدو اصلي دلیل دا دی چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان حکومت د زرګونه دایو او قابلو په روزلو او د روغتونونو په جوړولو د پام وړ پانګونه کړې ده.

د کابل د برچي ۱۰۰ بستره روغتون هم یو له دغو پانګونو څخه و چې خونړی برید پرې وشو.

XS
SM
MD
LG