د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

سټارز انډ سټرایپس: د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره د نړۍ خونړۍ جګړه ده


نړیوالۍ ورځپاڼې
نړیوالۍ ورځپاڼې
  • ریلیف وېب

په افغانستان کې د وروستیو ورځو تاوتریخوالو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې اندېښنه پارولې ده.

ریلیف وېب چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ خپرونه ده لیکلي، په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر وخت د 'کووېډ-۱۹' د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي خدماتو ته زیاته اړتیا لري، په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې او ورسره یوځای پر روغتیايي مرکزونو هدفي حملو خطر پېښ کړی چې د میلیونونو افغانانو لپاره روغتیايي خدمات محدود شي.

ریلیف وېب په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رئيس وان پیردو شرایرر له قوله لیکي: "په افغانستان کې وروستۍ پېښې د ډېرې اندېښنې وړ دي. له هغو هیلو وروسته چې په فبرورۍ او مارچ کې د تشدد د کمېدو له کبله پیدا شوې وې، موږ یو وار بیا وینو چې تاوتریخوالی زیات شوی، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله په ډېرېدو ده او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې ښکېل دی."

تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې وویل، د بل برید له بېرې د کابل په برچې روغتون کې د زېږنتون برخه بندوي.

بې‌پولې ډاکترانو دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې پر دغه روغتون تېره میاشت درې وسله‌والو ترهګرو برید وکړ او د نوزېږو ماشومانو او میندو په ګډون‌یې ۲۴ تنه ووژل.

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې عمومي رئیس تېري الافورت وویل، په جنګ‌ځپلي افغانستان کې یې هېڅکله فکر نه‌کاوه چې کومه ډله به پر تازه زېږېدلیو او هغو ښځو حمله کوي چې ماشوم‌یې په نس کې وي یا یې تازه ماشوم زېږولی وي.

هماغسې چې ریلیف وېب یادونه کړې افغانستان د نورو جنګ‌ځپلو هېوادونو په شان په روغتیايي سیستم کې ستونزې لري، جنګ‌ځپلو سیمو ته روغتیايي اسانتیاوې غځولی نه‌شي، د برچي روغتون په شان پر روغتیايي مرکزونو یې حملې کېږي او له بلې خوا کرونا ویروس په خپله طبي عمله ګواښي.

کرونا ویروس د نړۍ تر ټولو پرمختللي هېوادونه چې نه د روغتیايي مرکزونو ستونزه لري او نه د حملو بېره، له سخت حالت سره مخامخ کړي دي.

ریلیف وېب په کندهار کې د میرویس روغتون یادونه کړې چې د افغانستان په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې تر ټولو ستر حوزوي روغتون دی او له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د سره صلیب کمېټه ورسره مرسته کوي.

دغه روغتون چې تر ډېره زېږون چارو او د جګړې د ټپیانو درملنې ته ځانګړی و، اوس د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خپل فعالیت محدود کړی دی.

میرویس روغتون ۶ میلیون تنو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي او اکثره ناروغان په ځانګړي ډول ټپیان له هغو سیمو ورته راځي چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په‌کې نښتې کېږي.

  • سټارز انډ سټرایپس

د کرونا له وبا سره هم‌مهاله د جګړې تشدد د سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د یوې مقالې موضوع هم ده.

په دې ورځپاڼه کې د ملګرو ملتونو په قول ویل شوي چې د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خونړۍ جګړه ده.

په دې لیکنه کې د ملګرو ملتونو د دوشنبې د ورځې د راپور جزئیات خپاره شوي چې په ۲۰۱۹ م کال د افغانستان په جګړه کې یې د ۸۷۴ ماشومانو د وژل کېدو او د ۳،۴۱۰ نورو د ټپي کېدو یادونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د ۱،۲۳۸ ماشومانو د مرګ‌ژوبلې پړه د طالبانو په غاړه اچول شوې او ویل شوي چې حکومتي ځواکونه د ټولو مرګ‌ژوبلو د درېیمې برخې مسؤلیت په غاړه لري.

په دې راپور کې نړیوال ځواکونه د ۲۴۸ ماشومانو د مرګ‌ژوبلې مسؤل بلل شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلو د ملګرو ملتونو سرمنشي ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

یوه بله موضوع چې د ملګرو ملتونو په راپور کې یې یادونه شوې او سټارز اند سټرایپس هم په تفصیل رااخیستې هغه د طالبانو او دولتي ځواکونو له لوري له ماشومانو ناوړه جنسي استفاده ده.

خو یو مثبت ټکی چې په دې راپور کې یې یادونه شوې هغه د دولتي ځواکونو له لوري له خپلو لیکو د کم عمره کسانو ایستل دي.

پخوا په ځلونو انتقادونه شوي چې د دولت د وسله‌والو مخالفانو په شان د دولتي ځواکونو په لیکو کې ماشومان یا تر ۱۸ کلونو کشران ګومارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG