د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن ایکزامینکر

د امریکا چاپ واشنګټن ایکزامینر خپرونې په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدلو موضوع ښايي پر مشورتي لویې جرګې سیوری غوړولی وي.

دغه جرګه پرون جمعه (د اګست پر۷مه ۲۰۲۰م کال) پیل شوه، چې درې ورځې به دوام کوي او شا و خوا ۳۲۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په یوه مرکه کې وویل، احتمالاً تر نوامبر میاشتې پورې چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پلان شوي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر به له ۸۴۰۰ څخه د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ شمېر ته راکم شي.

د خپرونې په حواله، د جرګې په پرانیستونکو مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم برخه درلوده. په جرګه کې نورو دولتي چارواکو، قومي مشرانو او جنګسالارانو ګډون کړی، ډېرو یې ماسکونه کارولي او ټولنیزه فاصله یوڅه رعایت کړې، ځکه د خپرونې په باور د یوه اټکل له مخې د کابل نيمايي وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په مشورتي لویه جرګه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو تر څنګ د سولې د بین الافغاني مذاکرو په وړاندې پر نورو پرتو خنډونو خبرې کېږي.

که جرګه د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو پر خوشې کولو موافقه وکړي، ورسره به د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵۰۰۰ ته ورسېږي او هغسې چې طالبانو ژمنه کړې، دوی به د حکومت له هیئت مخامخ مذاکرو ته کښېني.

لیکوال د لیکنې په یوه برخه کې پوښتنه مطرح کوي چې ایا طالبان به چې دغه مشورتي لویه جرګه یې رد کړې ده، د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي؟

په لیکنه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پر اساس راغلي، که د طالبانو پاتې ۴۰۰ بندیان خوشې شي، طالبانو ویلي چې په درېیو ورځو کې د حکومت له هیئت سره مذاکرو ته حاضرېږي.

د واشنګټن ایکزامینر په لیکنه، طالبانو له واشنګټن سره د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له مخې پر امریکايي او بریتانوي ځواکونو د حملو نه کولو تعهد پرځای ساتلی، خو پر افغان ځواکونو یې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

  • ډجیټل جورنال

د کاناډا انلاین خپرونې ډجیټل جورنال هم د مشورتي لویې جرګې او د هغو طالب بندیانو پر ترکیب لیکنه خپره کړې، چې په دې جرګه کې یې پر خوشې کېدو بحث کېږي.

د خپرونې په حواله په هغو ۴۰۰ طالب بندیانو کې چې پر خوشې کېدو یې په مشورتي لویه جرګه کې بحث کېږي، د چارواکو په وینا ګڼ یې درنې جرمي دوسیې لري او ۱۵۰ کسان یې په اعدام محکوم شوي دي.

د ډجیټل جورنال په لیکنه، د بندیانو په دغه ډله کې ۴۴ هغه طالبان هم شامل دي، چې په مهمو حملو کې د خپل رول له کبله د امریکا متحد ایالتونه او نور هېوادونه ورباندې اندېښنه لري.

د خپرونې په لیکنه، په دې ډله کې ۵ هغه افراطي وسله وال هم شامل دي، چې په کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل د ۲۰۱۸م کال په حمله کې دخیل ګڼل شوي، په هغه حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي وو.

د ډجیټل ژورنال په لیکنه، په دغه لیست کې هغه یو طالب هم شامل دی، چې د ۲۰۱۷میلادي کال په مې میاشت کې په کابل کې د جرمني سفارت ته څېرمه په لویه لارۍ-بمب چاودنه کې دخیل و، په لیست کې د ملي اردو د یوه پخواني افسر نوم هم شامل دی، چې په ۲۰۱۲میلادي کال یې په یوه حمله کې ۵ فرانسوي سرتېري وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي وو.

XS
SM
MD
LG