د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

ډېرو هندي ورځپاڼو دې هېواد ته د يو شمېر افغان سيکانو او هندوانو پر کډه کېدو ليکنې کړي دي.

  • ټايمز اف اينډيا

ټايمز اف اينډيا ليکلي چې د افغان سېکهانو او هندوانو يولس تنه د یکشنبې په ورځ ډيلي ته ورسېدل.

په ليکنه کې ويل شوي، په دوی کې يو تن ۶۰ کلن نيدان سينګ ساچديوای دی چې په پکتيا کې تښتول شوی او بيا خوشې شوی و.

ورځپاڼه وړاندې وايي چې د يوې کورنۍ نهو غړيو هم نوی ژوند پيل کړ.

ليکوال وايي، د دې افغان سېکهانو څخه ځينو يې په کابل کې د سېکهانو پر يو عبادتځای بريد کې د کورنيو غړي له لاسه ورکړي دي.

په هغه بريد کې چې پړه يې د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستې وه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو.

مخکې تر دې راپور ورکړل شوی و چې د امريکا د متحده ايالتونو شل سناتورانو د امریکا له حکومت غوښتي چې افغان سېکهانو او هندوانو ته دې امريکا کې پناه ورکړي.

  • هندوستان ټايمز

هندوستان ټايمز هم ورته مسئله څېړلې او په يوه ليکنه کې يې ويلي چې په کابل کې د هند سفارت دې کسانو ته لنډمهاله ويزې ورکړي.

ليکنه وړاندې وايي چې شا او خوا ۷۰۰ افغان سيکان او هندوان هندوستان ته د کډه کېدو غوښتونکي دي.

تېره مياشت په افغانستان کې د دې مذهبي اقلیت ځینې غړو ازادي راډیو ته ویلي وو، د امنيتي ګواښونو له کبله غواړي له افغانستان ووځي.

  • ميل انلاين

ميل انلاين بيا په بريتانيا کې يو شمېر افغان ترجمانانو ته د پناه ورکولو په هڅو ليکنه کړې.

په ليکنه کې ويل شوي بريتانوي وزيران په روانه اونۍ کې لسګونو افغان ترجمانانو ته د پناه ورکولو په طرحو بحث کوي.

ليکنه وړاندې وايي، بريتانوي چارواکي تورن دي چې په دې برخه کې يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، مخکې د بريتانيا د دفاع وزیر ژمنه کړې وه چې ۵۰ افغان ترجمانانو ته به د هغوی له کورنيو سره بريتانيا کې پناه ورکړي، خو له هغې وعدې دوه کاله وتلي او يوازې ۲ افغان ترجمانان بريتانيا ته ورغلي دي.

يو شمېر افغان ترجمانانو چې په افغانستان کې یې له بريتانوي ځواکونو سره کار کړی ويلي چې ژوند يې په خطر کې دی.

XS
SM
MD
LG