د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

ډېرو نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه مقالې او د خپلواکو شنونکو تبصرې خپرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت او په قطر کې د طالبانو استازي د سولې د خبرو د پيل لپاره لا هم چنې وهي.

د طالبانو له خوا په مشروط ډول تر لوی اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته لېوالتیا څرګنده شوې ده.

لوی اختر ته تر یوه اونۍ کم وخت پاتې دی.

د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې طالبانو ته پېغور ورکړ او ورته ویې ویل چې د افغانانو د بچیانو له وژلو دي شرم وکړي.

لږترلږه د حمدالله محب له دې بیانه نه څرګندېږي چې حکومت به د خبرو پيل ته دومره ژر تیار وي ځکه د خبرو د پيل او بریالیتوب لپاره د دوه اړخیز باور پر اساس دپلوماسي مهمه بلل کېږي.

  • ایرو ایشیاویو

خو د ایرو ایشیا ویو خپرونه په دې هېواد کې د اوسني وضعیت په اړه د شننونکي پېرې پونټ جانسن مقاله خپره کړې چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره د ډیپلوماسۍ ترڅنګ د اوږدمهالو اقتصادي پروګرامونوپر اهمیت ټينګار کوي.

د جانسن په باور، په افغانستان کې د اقتصادي ودې پروګرامونو ته د لومړیتوب ورکول به ډیموکراتیک بنسټونه پیاوړي او تروریزم به محو کړي.

هغه لیکلي چې په افغانستان د دې لپاره ښه فرصت شته ځکه په دې هېواد کې یوازې د کانونو له درکه د درې ټرېلیون ډالروپه اندازه پانګه پرته ده چې باید په مصئون ډول او له اداري فساده په پاکه فضا کې په کار واچوله شي.

د ایرواېشیا ویو په مقاله کې وړاندیز شوی چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره باید اقتصادي ودې ته لومړیتوب ورکړ شي.

خو په عین وخت کې، د مقالې لیکوال دې ته هم اشاره کړې چې سیاسي بې ثباتي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخنیوی کړی دی.

  • هندوستان ټایمز

په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ او د خراب امنیتي وضعیت په اړه په یوه بله مقاله کې چې هندوستان ټایمز خپره کړې په دې هېواد کې د هندوانو او سېکهانو پر ټولنه د حملو زیاتېدو له کبله د امریکا د کانګرس د یوه غړي د وروستیو څرګندونو او د هند د بهرنیو چارو د وزارت د وروستي بیان غټ ټکي راخیستل شوي دي.

په کابل کې د اپرېل په ۲۵مه نېټه د سېکهانو پر ګردواره خونړۍ حمله وشوه.

تېره اونۍ هندوستان ټایمز خبر وکړ چې د همدې ټولنې یوه دیارلس کلنه نجلۍ نا څرګندو کسانو په کابل کې تښتولې ده.

په کابل کې د سېکهانو او هندوانو ټولنې پردې مسئله خوله پټه کړې او یو شمېر استازو یې په کابل کې د ازادي راډیو خبریالانو ته ویلي چې د امنیت د خرابوالي له امله له رسنیو سره له خبرو منع شوي دي.

په وروستیو کې د امریکا د کانګرس یوه پېژندل شوي غړي، جېم کوستا له ولسمشر ډونالدټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د دې مذهبي اقلیت د خوندي پاتې کېدو لپاره مرسته وکړي.

د هندوستان ټايمز په حواله، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې یو شمېر مېشتو سېکهانو او هندوانو له دوي د ورتګ وېزې غوښتې او د هند حکومت به سره له دې چې د کرونا ویروس خپور شوی، د هغوي غوښتنه ومني.

د امریکا د کانګرس غړي جېم کوستا ویلي چې په دې اړه یې د نیویارک ټایمز له یوې مقالې معلومات ترلاسه کړل او د هند د حکومت له دې اقدامه خوشاله دی چې د افغانستان د سېکهانو او هندوانو د خوندیتوب لپاره داسې ګام پورته کوي او دی به د دې بې وزلې ټولنې سره د مرستې لپاره خپل غږ اوچت وساتي.

ایشیا لایټ

یوې بلې خپرونې، ایشیا لایټ لیکلي چې سره د افغانستان حکومت او نړیوال متحدان یې مکرراً له طالبانو غواړي چې تشدد کم کړي خو تشدد په وروستیو کې لا زیات شوی دی.

ایشیا لایټ د افغانستان په ختيځ، جنوب او شمال کې پر لویو لارو وروستیو حملوته اشاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG