د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ارشیف
ارشیف
  • ریلیف ویب

ریلیف ویب خپرونې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د لاسلیک د لسو اوونیو د پوره کېدو په مناسبت لیکنه خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې دغه انلاین خپرونه ليکي، د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تر څه باندې ۱۸ کلنې جګړې وروسته بالاخره د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

ریلیف ویب د دې موافقې ۵ عمده ټکي رااخیستي یو دا چې طالبانو تضمین ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ کومه ډله یا شخص د امریکا او د هغې د متحدانو امن ته کوم ګواښ نه پېښوي.

دویم دا چې امریکا منلې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر اپرېل میاشت پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، خو په ۱۳۵ ورځو کې به د امریکايي پوځیانو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکمېږي.

د ریلیف ویب په حواله، درېیم د امریکا او طالبانو په موافقه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله، څلورم د بین الافغاني مذاکرو د پیلولو او پنځم د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو ټکي شامل دي.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي، په دې موافقه کې په عامه د افغانستان پر دولتي ځواکونو د حملو کمولو ته کومه اشاره نه ده شوې او د دې موافقه ضمیمې چې د موافقې عملي کول په تصریح شوي، پټې ساتل شوي دي.

د ریلیف ویب خپرونې په لیکنه، که څه هم امریکا او طالبانو په موافقه کې دا او نور تعهدات کړي، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله ځنډېدلې، د سولې خبرې پیل شوې نه دي او تاوتریخوالی هم کم شوی نه دی.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې په مذاکرو کې د هندوستان د نقش او په دې برخه کې د پاکستان پر احتمالي اندېښنو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د واشنګټن لپاره د پاکستان د سفیر اسد مجید خان خبرې رااخیستل شوي چې تېره اوونۍ یې په یوه مرکه کې ویلي وو: "که نوی ډیلی فکر کوي چې د افغانستان د سولې پروسه تقویه کولای شي، له طالبانو سره دې مذاکرې وي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن لپاره د خپل سفیر اسد مجید خان خبرې په یوه اعلامیه کې رد کړې او ویې ویل: "ده داسې کوم پېشنهاد نه دی کړی، چې هندوستان دې له طالبانو سره مذاکرو ته کېني."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ډیپلومات د لیکوال په باور د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوې اوونۍ مخکې هندوستان ته د سفر پر مهال ویلي وو: "هندوستان دې خپلې هغه اندېښنې چې د ټروریزم په اړه یې لري، له طالبانو سره په مستقیم ډول شریکې کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د کومې فرعي مسئلې پر ځای دې پر بین الافغاني مذاکرو تمرکز وشي.

د ډیپلومات د لیکنې په یوه برخه کې لولو: "د افغانستان د سولې روانې پروسې چې د افغانستان په راتلونکي کې یې طالبانو ته رول ورکړی، په هندوستان کې یوه لانجه جوړه کړې ده."

لیکوال دې ټکي ته اشاره کړې، چې هندوستان او پاکستان په تېر وخت کې خپلو سیاسي منافعو ته په پام سره په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي ډلو ملاتړ کړی دی.

د ډیپلومات مقاله زیاتوي: "پاکستان لا هم له طالبانو سره نږدې متحد پاتې شوی، خو هندوستان د هغو ځواکونو ملاتړ کوي، چې د طالبانو د منزوي کولو او کمزوري کولو هڅه کوي."

XS
SM
MD
LG