د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • دي هیل

دي هیل ورځپاڼې لیکلي: "ټرمپ دا خبره رد کړه چې ګنې ده ته ویل شوي و چې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ټاکل شوی و."

دا موضوع اصلاً د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپورته کړې.

دې ورځپاڼې د جمعې په ورځ د استخباراتي سرچینو په قول ویلي و چې د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه د پیسو وړاندیز کړی و او طالبانو د انعام یوه اندازه پیسې وروسته له دې ترلاسه کړې چې د نړیوالو ځواکونو پر ضد یې بریالي بریدونه وکړل، خو دا څرګنده نه ده چې په هغو ۲۰ تنو امریکايي سرتېرو کې چې تېر کال په افغانستان کې ووژل شول، د کوم یوه وژل کېدا د روسیې له عملیاتو سره تړاو لري او که نه.

خو په دې راپور کې جنجالي مسئله دا ادعا ده چې د امریکا استخباراتو په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړي و او د ټرمپ انتخاباتي سیال جوبایډن په دې خاطر ولسمشر ټرمپ ته د انتقاد ګوته نیولې چې ولې یې په وړاندې ځوابي اقدام نه دی کړی.

د نیویارک ټایمز دا راپور د روسیې د بهرنیو چارووزارت او طالبانو رد کړ.

پرون سهار سپینې ماڼۍ هم دا موضوع رد کړه.

دي هیل ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ دا خبره رد کړه چې ګنې ده ته ویل شوي و چې روسیې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام په پام کې نیولی و.

دا ورځپاڼه دغه راز لیکي چې ولسمشر ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه غوښتي چې خپله سرچینه وروښيي.

نیویارک ټایمز لیکلي و چې د امریکا استخباراتي مامورینو په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ د ده مرستیال مایک پینس هم دا موضوع رد کړې ده.

ده پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "په افغانستان کې د روسانو له لوري زموږ پر پوځیانو په اصطلاح د حملې په اړه هېچا ما ته څه نه دي ویلي او نه چا معلومات په دې اړه راسره شریک کړي..."

پینس دا هم ویلي چې هر څوک دا مسئله ردوي او هېڅوک د روسیې په وړاندې د ټرمپ د حکومت په شان سخت دریځ نه لري.

ده د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي سیال جوبایډن او پخواني ولسمشر بارک اوباما ته پېغور ورکړی چې د حکومت په موده کې یې روسیې د اوکراین ځینې مهمې برخې له خپلې خاورې سره یوځای کړې.

بایډن د اوباما مرستیال و او روسیې هغه مهال چې په امریکا کې اوباما ولسمشر و، د اوکراین کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره ضمیمه کړ.

د شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې هم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور رد کړ.

  • ریلییف ویب

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ریلییف ویب په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پرکمپاینونو تمرکزکړی او لیکي، افغانستان دوه لوی پرمختیایي پروګرامونه له کوویډ -۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره روغتیایي سپارښتونو ته د پراختیا ورکولو چارو ته ځانګړې دي او هغه په زرګونو کلیوالي او ښاري سیمو کې پرمخ وړي.

د خپرونې په لیکنه د عامه پوهاوي دغو کمپاینونو له یوې خوا له دې سره مرسته کړې چې د کرونا ویروس په اړه غلط معلومات رد شي او له بلې خوا احتیاطي تدابیرو ته د خلکو پاملرنه زیاته شي؛ لکه لاسونه باید بیابیا ومینځل شي او ماسکونه واغوستل شي.

ریلییف ویب لیکي په یو شمېر ولایتونو کې، چې ښځو په دغو کمپاینونو کې ګډون کړی، د خپلو ټولنو لپاره د ماسکونو ګنډولو ته هم مخه کړې او په دې توګه د کرونا د خپریدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

خپرونې په افغانستان کې، چې کرونا وبا سخت ځپلی، د بیلګې په توګه ټیټه تعلیمي سویه چې معلوماتو ته لاس رسۍ سختوي، د اوبو او حفظ الصحې نشتوالی او دغه راز کمزوري روغتیایي سیستم، د ځینو هغو ستونزو په توګه یاد کړي چې له کبله یې دا هېواد د کورونا وبا مخه نه شي نیولی.

XS
SM
MD
LG