د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

واشنګټن پوسټ: کابل کې د امریکا سفارت ځیني کارکونکي په کوویډـ۱۹ اخته شوي


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې په کابل کې د امریکا د سفارت ځینې ډیپلوماتان، قراردادیان او محلي کارکونکي په کرونا ویروس یا 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لیکنه کې د اسوشېټېد پریس خبري اژانس په حواله ویل شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې نه‌دي ویلي، چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څو ته رسېږي.

خو په کابل کې د امریکا د سفارت یوه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده، د هویت د پټ ساتل کېدو په شرط ویلي، په 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰ ته رسېږي او ډېری یې د نیپال وګړي دي، چې د سفارت د امنیت چارې ور ترغاړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې به د امریکا سفارت د 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات کوي.

د سفارت دغه چارواکي ویلي، چې په کرونا ویروس اخته شوي کسان په سفارت کې تجرید کړای شوي او د سفارت نور کارکونکي هم معاینه شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۸ زره او ۵۰۰ ته رسېدلي، خو نړیوالې مرستندویې ادارې چې په افغانستان کې د کرونا وبا له نږدې څاري وايي، د کرونا ویروس مثبتې پېښې ښايي خورا زیاتې وي، ځکه زیات خلک ټیسټونه نه کوي، په افغانستان کې د ټیسټونو ظرفیت کمزوری دی او ګڼو خلکو ته د ټیسټ اسانتیا برابره نه‌ده.

د لیکنې په دوام راغلي، داسې اندېښنې شته چې د افغانستان ټولو برخو ته به دغه ویروس له ایرانه د نږدې ۳۰۰،۰۰۰ افغانانو تر ستنېدو وروسته خپور شوی وي.

ایران چې په سیمه کې په کرونا ویروس له سختو ځپل شويو هېوادونو دی، د کرونا ویروس تر ۲۰۰،۰۰۰ زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي او نږدې ۹۴۰۰ کسان په دې ویروس په کې مړه شوي دي.

  • ډېلي بیسټ

ډېلي بیسټ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په نړۍ کې د ګوزڼ یا پولیو پر ستونزه لیکنه خپره کړې، چې نن سبا یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده.

نایجریا چې تر دې مخکې یې له افغانستان او پاکستان سره نوم یادیده، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له ګوزڼ یا پولیو پاک اعلان شوی هېواد دی.

د ډېلي بیسټ په لیکنه، د امریکا متحده ایالاتونه چې په ۱۹۷۹م کال کې له ګوزڼ څخه پاک اعلان شو، د روغتیا نړیوال سازمان له طریقه کې د دې ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې شامله کړې او یوازې یې په تېرو دوو کلونو کې په رضاکارانه ډول تر ۱۵۸ ملیون ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي.

د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام په حواله په فراه، هرات او هلمند کې د ګوزڼ د تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ۱۶ ته ورسېدې، خو په ۲۰۱۹م کال کې دغه شمېر ۲۹ و.

د ډېلي بیست خپرونې د لیکنې په یوه برخه کې لولو، روان میلادي کال د کرونا ویروس یا 'کوویډـ۱۹' ناروغۍ خپرېدو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه ټکني کړي دي.

لیکوال زیاتوي، کله چې د مې پر ۲۹مه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د واشنګټن د اړیکو پرې کولو خبر ورکړ، اوس داسې خطر شته چې د کرونا وبا له کبله به د ګوزڼ یا پولیو ضد هڅې نورې هم له خطر سره مخامخې شي.

XS
SM
MD
LG