د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • سټار اند سټرایبس

د امریکا استازي پر کانګرس فشار راوړي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر په ځیر وڅاري.

دا د سټار اند سټرایبس ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو د غړیو یوې ډلې یوه لایحه وړاندې کړې چې کانګریس مُلزموي څو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل وڅاري.

دا غوښتنه د دې اندېښنو په منځ کې شوې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو له کبله به د امریکا او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ شي.

دا لایحه د پنجشنبې په ورځ د کانګریس دوو ډیموکرات او دوو جمهوریپال استازو وروسته له دې وړاندې کړه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل، سپینه ماڼۍ او پینتاګون د ځواکونو د ایستلو پر یو لړ انتخابونو غور کوي.

په دغو انتخابونو کې یو دا دی چې له افغانستانه ټول امریکايي پوځیانو د نومبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وایستل شي.

د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې د امریکا او طالبانو له موافقې سره سم، پکار ده چې تر راتلونکې جولای میاشتې پورې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته کم شي خو امریکايي قوماندانان وايي چې تر ټاکلې مودې ډېر مخکې یې د خپلو پوځیانو شمېر دې حد ته راکم کړی دی.

همداراز په موافقه کې ویل شوي چې ټول امریکايي پوځیان به د راتلونکي میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د داعش د تسلیم شویو غړیو د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې، چې ځان ته د اسلامي دولت د خراسان څانګه وايي، په ۲۰۱۴ میلادي کال د افغانستان په ختیځ کې خپل موجودیت اعلان کړ خو دا ډله په وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي پوځیانو د پر له پسې حملو او بمباریو له کبله لږترلږه په هغه ځای کې چې سر یې راپورته کړی و، سخته کمزورې شوې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د تېر میلادي کال په نومبر کې اعلان وکړ چې په ننګرهار کې داعش ډله ځپل شوې ده.

ده دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د ګارډین پر اساس د دې ډلې ۲۲۵ وسله وال د افغانستان دولت ته تسلیم شول.

د تسلیم شویو وسله والو نارینه وو ترڅنګ ۲۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان هم دولت ته تسلیم شول.

دوی، چې اکثره د قبایلي سیمو دي، له خپلو مېړنو جلا کړل شوي.

ځینې یې په ننګرهار او ځینې په کابل کې ساتل کېږي.

ماشومانو د هغې ودانۍ، چې پکې ساتل کېږي، پر دېوالونو د بې پېلوټه الوتکو، چاودنو او سړو انځورونه کښلي چې کلاشینکوفونه یې په لاس کې دي.

ورځپاڼه وايي، د داعش د غړیو مېرمنې دې ډلې ته بد نه وايي خو اکثره وايي چې په خپله خوښه له مېړونو سره د افغانستان غرونو ته نه وې راغلې بلکې د خپلو پلرونو له لوري داسې کسانو ته ورکړل شوې چې نه یې پېژندل.

هغوی د هغو ورځو کیسې کوي چې بمبارۍ پرې کېدې او په لړ کې یې مرګ ژوبلې وراوښتې تر دې چې مجبوره شول چې تسلیم شی.

لیله شوارتز، چې ارواپوهه ده او په کابل کې له دغو ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي، وايي دوی په خپله خوښه له داعش سره یوځای شوي نه دي بلکې دا خبره سمه ده چې پلرونو د داعش وسله والو نارینه وو ته ورکړې دي.

اغلې شوارتز، چې «افغانستان د ذهني سولې» په نوم د غیر حکومتي موسسې بنسټګره هم ده، د دغو ماشومانو او ښځو د پاملرنې په برخه کې اندېښنه لري او وايي چې د دوی لپاره داسې اسانتیاوې نشته چې ماشومان یې زده کړې وکړي یا د سختو او وحشتناکو حالتونو له لیدلو وروسته یې روحي درملنه وکړي.

XS
SM
MD
LG