د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

'نور به بریتانیايي پوځیان افغانستان کې د جنګي جرمونو په ادعاوو نه‌تعقیبېږي'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • بریتانیا مېل

بریتانیا مېل ورځپاڼې د خپل هېواد د یوه چارواکي په قول لیکلي چې نور به بریتانیايي پوځیان په افغانستان کې د جنګي جرمونو په ادعاوو نه‌تعقیبېږي.

مېل دا خبره د پخوانیو پوځیانو د چارو د وزیر جاني میرسر په قول په داسې وخت کې کړې چې د بریتانیا د سلطنتي پوځي پولیسو له لوري د یو شمېر تورنو کسانو دوسیې وتړل شوې.

ورځپاڼه وايي، د بریتانیا پر دفاع وزارت تور دی چې په افغانستان کې د جنایتونو د ادعاوو په څېړلو کې پاتې راغلی دی. په دغو ادعاوو کې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د څلورو تنو د وژلو تور هم شامل دی چې د هغو په منځ کې د دوو تنو عمرونه د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د جرمونو د نړیوالې محکمې پر ضد په دې خاطر یو فرمان صادر کړ چې دې محکمې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه پلټنې کولې.

د ولسمشر ټرمپ له اجرائیه فرمان سره سم، د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي او ډیپلوماتیک بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګول کېږي.

خو د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې د 'ای‌سي‌سي' پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه او امریکا له هغو هېوادونو څخه دی چې غړیتوب‌یې نه‌لري.

  • ملټري کام

د امریکا ملټري کام خپرونې د طالبانو د دې یادونې تر سرلیک لاندې چې "د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان لوېدیځ ته خطر نه‌وي" لیکلي په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي وویل، امریکا د قطر له موافقې سره سم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته راکم کړی دی او مخکې تر دې چې امریکايي پوځیان تر راتلونکي کاله پورې خپل ټول پوځیان باسي، طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

ده همداراز وویل، طالبان د داعش ډلې ملګري نه‌دي او باید خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي چې د القاعده پر ضد هم اقدام کوي.

د جنرال مک‌کنزي له څرګندونو وروسته طالبانو وویل چې له امریکا سر ه د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې موافقې ته ژمن دي او په ځانګړي ډول دا ژمنه په ځای کوي چې افغانستان به د امریکا او لوېدیځ پر ضد نه‌کارول کېږي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو له لوري د ژمنو پر عملي کېدو اندېښنه او شک څرګندېږي. تر دې وړاندې امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي وو چې طالبانو له القاعده سره اړیکې نه‌دي شلولي او له امریکا سره د ۱۸ میاشتو د خبرو په لړ کې یې له القاعده سره پرله‌پسې مشورې کولې.

د القاعده د مشر ایمن‌‌الظواهري په اړه ویل کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پټ دی او د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې لا هم د القاعده د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ غړي شته.

XS
SM
MD
LG