د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

د لویدیځ چاپ ورځپاڼو بیا هم د هغو راپورونو په اړه لیکنې خپرې کړې دي چې وايي، روسیې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره طالبانو ته انعامونه منلي وو.

د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره د روسیې له خوا طالبانو ته د انعام د منلو په اړه ادعاوې لومړی ځل د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې خپرې شوې.

  • یو اس ټوډې

یو اس ټوډې ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره د روسیې له خوا د انعام ورکولو په اړه حقایق باید رابرسېره شي.

ورځپاڼه، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو پېښې ته اشاره کوي او لیکي، په افغانستان کې د افراطي ډلو پرضد د امریکا په اوږده جګړه کې د دې سرتېرو مړینه هسې هم یوه غمجنه پېښه وه خو د دې ناوړه پېښې بل اړخ هغه مهال رابرسېره شو چې د امریکا استخباراتو وویل، د دې سرتېرو قاتلان روسیې ښايي د انعام په ورکولو هڅولي وي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې یادونه شوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د روسیې د دې ادعاوو په اړه معلومات ورکړل شوي وو، خو هغه دا خبره پټه ساتلې وه او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د حکومت پرضد یې هېڅ ځوابي اقدام ونه کړ.

یو اس ټوډې لیکي کانګرس په دې اړه چې د ولسمشر پوتین لاسونه د دې درېیو او نورو امریکايي سرتېرو په وینو سره دي او دا چې آیا د روسیې له خوا د دې پیسو د ورکړې په اړه ولسمشر ټرمپ ته په رښتیا هم معلومات ورکړل شوي وو او ده هېڅ راز اقدام نه دی کړی، باید د شواهدو غوښتنه وکړي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې د نیویارک ټایمز د راپور نور جزئیات هم خپاره کړي دي.

په راپور کې د رحمت الله عزیزي په نوم د هغه مشکوک کس نوم یاد شوی چې د شوې ادعا له مخې روسیې پیسې یې په افغانستان کې سپینولې او وروسته یې طالبانو ته ورکولې.

په راپور کې ویل شوي دي چې ۶ میاشتې مخکې د عزیزي د نیولو هڅه وشوه خو چارواکي فکر کوي هغه روسیې ته تښتېدلی او په کابل کې د هغه له یوه کوره شاوخوا نیم میلیون ډالر نغدې پیسې ترلاسه شوې.

خپرونه لیکي، په دې اړه چې د انعامونو پیسې څنګه افغانستان ته لېږېدېدې او د کومې کچې طالبانو دا حملې تنظیمولې او دې قضیې د نورو برخو په اړه کره معلومات نه شته خو مطلب د طالبانو د انګېزې یادونه کوي او د فارن پالیسي د سیاسي شنونکې امي مککینون له قوله پوښتنه کوي چې طالبان ولې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره د روسیې د استخباراتو مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG