د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • د هیل

د هیل ورځپاڼه لیکي، په سنا کې ډیموکراتان وایي، دوی غواړي چې د هغه یاداشت کاپي وګوري چې استخباراتو ولسمشر ټرمپ ته سپارلی و او پکې ادعا شوې ده چې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعامونه ورکړې دي.

ډیموکراتانو دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې راپورونه وایي، استخباراتو ولسمشر ټرمپ له دې مسئلې د فبروري په لومړیو کې خبر کړی و خو ده د روسیې پرضد هېڅ څه نه دې کړي.

هېل ورځپاڼه لیکي، په هغه لیک کې چې ډیموکراتانو سپینې ماڼۍ ته استولی دی، راغلي دي چې په بهر کې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب د ملي امنیت د سلامتیا لپاره لومړیتوب لري او د کانګرس غړي باید پوه شي چې څه شوې دي.

ډیموکراتانو له سپینې ماڼۍ غوښتې دي چې دا معلومات د جولای تر اوولسمې له دوی سره شریک کړي.

په ورته وخت کې یې د دفاع وزیر او استخباراتو د مشر په ګډون یو شمېر چارواکي د دې قضیې په تړاو سنا ته ورغوښتې دي.

دفاع وزیر مارک ایسپر او د لوی درستیزانو مشر مارک میلي د همدې موضوع په تړاو د پنجشبې په ورځ استازیو جرګې هم یوې استماعیه غونډې ته وربللي وو.

د هیل وړاندې لیکي، ولسمشر ټرمپ دا خبره رد کړې ده چې ده ته استخباراتو معلومات ورکړې دي.

بل لور ته ورځپاڼه لیکي چې د جمهوري غوښتونکو ملاتړیو د ټرمپ دفاع کړې ده او وایي، تر اوسه استخباراتي ډلې د دې موضوع په تړاو سره ورته نظر نه لري چې ټرمپ د هغه ګډ نظر په استناد لاس په کار شي.

د بارک اوباما د جمهوري ریاست په وخت د (سي ای اې) مشر لیون پانیتا چې د جمعې په ورځ د کانګرس استماعیه غونډې ته وربلل شوی و، وایي، په کانګرس کې د دې موضوع پر سر د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د اختلاف عامل پوتین دی او موږ باید د ملي امنیتي ګټو په خاطر له اختلافاتو ډډه وکړو.

لیون پانیتا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غونډې ته وویل، که چېرته دا ثابته شي چې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر انعامونه ورکړې دي، دا له کرښو تیری دی نو پکار ده چې روسیې ته د سختو بندیزونو د لګېدو په شمول ځواب ورکړل شي.

دا موضوع وروسته تر دې توده شوه چې د جون په وروستیو کې نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استخباراتو معلومات ورکړې دي خو ده څه نه دې کړي.

ټرمپ پر دې موضوع له استخباراتو د راپور ترلاسه کول رد کړې دي.

  • واشنګتن مجله

واشنګتن مجلې هم همدا مسئله رااخیستې ده او په خپلې خپرې کړې مقالې کې یې لیکي چې لاهم ډير سوالونه په دې اړه شته: ولې کانګرس ته په دې اړه معلومات نه دې ورکړل شوي؟ اداره که اوس څه کوي نو څه عمل به کوي؟

په واشنګتن مجله کې دا مقاله یوه پخواني امریکایي ډیپلومات لیکلې ده.

دی څرګندوی، دا امکان نه لرې چې ولسمشر ټرمپ دې له دې راپورونو خبر شوی نه وي خو دا د هغه خوښه وه چې په ځواب کې یې څه ونه کړي.

استازیو جرګه چې ډیموکراتان پکې اکثریت دي د پنجشنبې په ورځ څلور پوځي او د بهرنیو تګلارو متخصصین وربللي وو چې روسیې ته څرنګه ځواب وویل شي.

روسانو او طالبانو ویلي دي چې دا راپور سم نه دی.

XS
SM
MD
LG