د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیلي میل

ډیلي میل ورځپاڼه لویې جرګې ته په اشاره چې نن یې کابل کې غونډه یلېږي لیکي چې د افغانستان شورا پرېکړه کوي چې حکومت د طالبانو څلورسوه بندیان خوشې کړي کنه.

میل آنلاین انټرنېټ پاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې دا مشورتې جرګه پرېکړه کوي چې د سولې د یوې هوکړې په ترڅ کې یاد شمېر طالبان خوشې کړای شي کنه.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږی چې دروغتیا وزیر څو ورځې مخکې وویل چې د کابل نیمایي اوسېدونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

میل آنلاین زیاتوي چې طالبانو په هغه هوکړه لیک کې چې په تیرې فبرورۍ میاشت کې یې امریکا سره لاس لیک کړی هر ډول بدلون رد کړی.

هوکړه لیک کې راغلی دي چې دبین الافغانی خبرو تر پیل مخکې باید دافغانستان دولت د طالبانو۵۰۰۰ بندیان او طالبان ددولت ۱۰۰۰ اسیران خوشې کړي.

سره له دې چې دغه شمېرې د دواړو لوریو لخوا بشپړې شوي دي خو د هغو څلور سوو بندیانو په ځای چې طالبان یې خوشې کېدل غواړي او حکومت وایي چې جرمي او حق العبدي دوسیې لري چارواکو نور څلور سوه طالبان خوشې کړي دي خو طالبان بیا هم وايي چې کوم کسان چې دوی یې لیست سپارلی باید خوشې کړای شي.

میل آنلاین لیکي چی د دغو څلور سوه کسانو خوشې کېدل د مذاکراتو د پیل مخې ته وروستی خنډ ګڼل کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني د دغو څلور سوه کسانو خوشې کول نه دي منلی او وايي چې د دې کار لپاره د لویې جرګې یو پراخ صلاحیت ته اړتیا لري.

میل آنلاین د جمهوري ریاست د ویاند صدیق صدیقي له قوله لیکي چې دغه جرګه به پرېکړه وکړي چې څه ډول سوله غواړي.

غفور احمد جاوید د مشورتې لویې جرګي د عامه اړیکو یو چارواکي د پنجشنبې په شپه آزادي راډیو ته وویل چې د جرګې غړي له اکثرو ولایتونو کابل ته رارسېدلي دي او دوی د تېرې جرګې غړي هم وو.

ښاغلي جاوید زیاته کړه چې د سولې د لارې نقشه به د جرګې لخوا جوړېږي.

خو بلخوا ته هم طالبانو او هم په حکومت کې دننه د ولسي جرګې رئیس د لویې جرګې د دایرولو په وړاندې مخالفت ښودلی دی.

میل آنلاین وایي. لویه مشورتي جرګه په کابل کې په داسې حال کي جوړېږي چې د افغانستان روغتیا وزیر جواد عثماني څو ورځې مخکې وویل چې د کابل لږترلږه نیمایي اوسېدونکي او په ټول هېواد کې لس میلیونه کسان یا د افغانستان د نفوسو دریمه برخه خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

میل آنلاین وړاندې لیکي له کله چې د تېرې مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو ثبت پیل شوی د دغې بیمارۍ تایید شوي موارد تقریباً ۳۷ زره ښودل شوي چې ترلسو میلیونو ډېر کم رقم دی.

  • کرکټ ټایمز

په داسې حال کې چې میل آنلاین لويې جرګې او په افغانستان کې د کرونا ویروس خورېدو ته پاملرنه کړې کرکټ تایمز د افغانستان د کرکټ بازانو په هکله یومطلب خپور کړی

کریکت تایمز خپرونه لیکي چې د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان او محمد نبي د نړۍ د نن ورځې د کرکټ یو اوچت کشف ګڼل کېږي.

دواړو د کرکټ په میدان کې په خپلو اوچتو لوبو د کرکټ د مینه والو او کارپوهانو پام ځانته رااړولی دی.

کرکت ټایمز زیاتوي چې راشد خان په خپلې ګوګلي او ګړندی توپ اچونې چې مقابل توپ وهونکی وارخطا کوي مشهور دی او محمد نبي هم په دې پېژندل شوی چې کولای شي د لوبې په وروستیو حساسو شېبو کی ګټور رنزونه ترسره کړي.

خپرونه لیکي چې دا به بېځایه خبره نه وي که وویل شي چې راشد خان او محمد نبي د افغانستان کرکټ نړیوالو ته ورپېژندلی دی.

راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو لومړی مقام بالر دی او محمد نبي د دغو لوبو لومړی آل رونډر.

XS
SM
MD
LG