د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په اختر کې د طالبانو له خوا اوربند ته پام کړی، او په دې اړه یې یوه لیکنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر هڅو هم خبرې کړې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره شرط بلل کېږي.

لیکوال وايي، که نوې بدلونونه د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل سبب هم شي، بیا به هم د خبرو د اجنډا او ورته نورو مسالو پر سر ناندرۍ او بحثونه روان وي.

خو لیکوال په یو عمومي پایله کې ویلي، له دې هر څه سره به خپله د خبرو اترو پیل یو مهم ګام وي.

د ازادي راډیو په خپرونو کې ګڼو عامو افغانانو ویلي چې دوی دایمي اوربند غواړي هغه څه چې تر اوسه څرګنده نه ده کله به عملي شي.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو څرګندونې یادې کړي دي.

په لیکنه کې ویل شوي، مایک پومپیو د پنجشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو لپاره د هر ‌ډول ګواښ په اړه یې له روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د جون په میاشت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چېد روسیې د پوځ د استخباراتو یوې څانګې وسلوالو طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وژلو پر سر پیسې منلې وې.

په راپور کې ویل شوي و چې د سپینې ماڼۍ چارواکي له دې راپورونو څخه د 2019 میلادي کال په لومړیو کې خبر شوي وو، خو د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې د نیویارک ټایمز دا راپور ناسم بللی دی.

ورځپاڼه وړاندې وايي، د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکنزي، په دې اړه معلومات ډېر اندېښمنونکي بللي خو ویلي یې دي چې په اړه یې کافي شواهد نه شته.

  • میل انلاین

میل انلاین هم په همدې اړه راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، پومپیو ویلي چې ده او ټیم یې روسیې ته د دې هېواد څخه امریکایانو او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې امریکايي سرچینو ته د هر ‌ډول ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې پومپیو په دې اړهڅه ونه ویل چې ایا په مشخصه توګه یېد روسیې له خوا په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي سرتیرو د وژلو پرسره د نقدې جایزو د تورونو په اړه څه ویلي کنه.

XS
SM
MD
LG