د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

نړیوالې پالېسۍ مرکز: د سولې هڅو کې د افغانانو ترمنځ تفاهم ضروري ګام دی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نړیوالې پالېسۍ مرکز خپرونه

د نړیوالې پالېسۍ مرکز خپرونې پر خپله انټرنتي پاڼه په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې د لیکوال په وینا، په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو په هڅو کې د افغانانو ترمنځ تفاهم رامنځته کول ضروري ګام دی، خو لیکوال په دې باور دی چې په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډيان بېلابېلې ډلې پر یوه او بله خوا بیايي، دا کار نه‌شي کېدای.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو نتیجه ورکړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه‌لیک لاسلیک شو.

خو د مقالې لیکوال ویلي، اوس مهمه خبره دا ده چې له ډېرې مودې راهيسې ویل کېږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به مخامخ خبرې پیل شي.

د نړیوالې پالېسۍ مرکز په مقاله کې راغلي چې بله خبره چې ډېره مهمه ده هغه منطقوي حل لاره ده. مقالې دا ډېره پېچلې بللې، خو لیکلي يې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټينګولو په برخه کې ډېره مهمه ده.

په مقاله کې راغلي چې پاکستان به دې ډول یوه توافق ته په رسېدو کې مهم رول ولوبوي.

په مقاله کې لیکل شوي چې پاکستان د طالبانو لوی ملاتړی هېواد دی او حتی د پاکستان د یوه پخواني چارواکي له قوله لیکل شوي چې ویلي یې دي، د طالبانو اړوند د دوی پالېسي د پاکستان د خوندي ساتلو لپاره ده.

  • نیویارک ټایمز

نیويارک ټایمز ورځپاڼې د سولې له راتلو وروسته اندېښنو ته پام کړی دی.

ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د یوې افغان ښځې چې نوم‌یې فاطمه فیضي دی، مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې مېرمن فیضي د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته ښوونځي ته د تګ اړوندې خپلې خاطرې لیکلې دي.

فاطمه فیضي په دې مقاله کې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې د رستم په نوم ښوونځي له زده‌کوونکو سره تر لیدو وروسته د هغوی په اړه لیکلي دي.

د دې ښوونځي درېیمه برخه زده‌کوونکي نجونې دي چې له هلکانو سره یوځای زده‌کړې کوي، هغه څه چې د طالبانو د رژیم پر مهال ورباندې بندیز وو.

فیضي لیکلي چې دې ښوونځي ته ورتګ‌یې د خپل ژوند یوه هېره شوې برخه ورپیاد کړه. هغه خاطرې چې د یوې شپږ کلنې نجلۍ دي چې د غزني ولایت له جغتو ولسوالۍ څخه له خپلې کورنۍ سره کابل ته تللې وه او په دشت برچي کې يې په خټين کور کې ژوند کاوه. هره ورځ به‌یې انا پلې په وږي نس ښوونځي ته ورسره تله.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس خپرونې په خپله اخري ګڼه کې د یوې حقوقي معضلې په اړه لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا له فعالیت سره تړاو لري.

د مقالې د لیکوال په وینا، د امریکا د معلوماتي عملیاتو یوه قراردادي د ټلوېزیوني او راډيويي اعلانونو لپاره د امریکا له دفاع وزارته ملیونونه ډالر اخیستي چې هېڅکله په افغانستان کې نه‌دي خپاره شوي.

په مقاله کې راغلي لیوني ګروپ (Leonie Group) چې په لیوني اندسټري هم مشهوره دی، له ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې يې په افغانستان کې د پنټاګون د تر ټولو مهم تبلیغ کوونکي په توګه کار کاوه او د امریکا د دفاع وزارت لپاره‌يې د ټلوېزیوني، راډيويي او پر لوحو د اعلانونو د تولید لپاره یو قرارداد د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی وو.

اوس د دې شرکت د فعالیت په اړه حقوقي قضیه پیل شوې ده چې پر بنسټ‌یې لیوني شرکت د داسې اعلانونو لپاره ډېرې پیسې اخیستي چې افغانانو هېڅ لیدلي نه‌دي یا یې کم لیدلي دي.

سټارز انډ سټرايپس لیکي، د محکمې د اسنادو پر اساس چې هغه مهال دې شرکت د امریکا له غوښتنې سره سم په ۲۰۱۴م کال کې پر خپلو پروګرامو څارنه پیل کړه، څرګنده شوه چې تر ۷۵ فیصده ټلوېزیوني او ۴۵ فیصده راډيويي اعلانونو کم‌یې خپاره شوي چې د امریکا پوځ ته مهم وو.

د دې شرکت پر وړاندې حقوقي دعوه د امریکا په یوه محکمه کې د لیوني شرکت پخواني رئیس سکاټ کریلیر کړې ده.

کریلیر ادعا کړې چې دی وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه کړای شو چې د ۴.۵ میلیونه ډالر په ارزښت د اعلانونو د مصرف هغه رسیدونه‌یې تأیيد نه‌کړل چې د امریکا دولت ته دوه چنده راپور شوي وو.

XS
SM
MD
LG