د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

نیویارک ټایمز: طالبان د مذاکراتو له کبله د ممکنه ویش په اړه اندېښنه لري


قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړي
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړي
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه په روانو خبرو یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په یوه برخه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم حقاني په اړه وايي، هغه چې د طالبانو د محاکمو مشر دی، طالبان ورته د دیني مدرسو د یو مدرس په توګه درناوی کوي.

ورځپاڼه وايي، ګڼ شنونکي د مشر مرکچي په توګه د نوموړي ټاکنه د دې نښه بولي چې طالبان د سولې د خبرو له کبله د ممکن داخلي ویش په اړه اندېښنه لري.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د امریکا سره د طالبانو د خبرو برعکس چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستی هدف په کې روښانه و، د افغان لوري سره بحثونه به د اوربند، ښځو د حقونو، د واک د شراکت د جزییاتو پر مسئلو وي او دا به د طالبانو د یووالي لپاره یو ازميښت وي.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال زیاتوي، مولوي حقاني داسې نفو‌‌ذ لري چې د وسله والو خورې او ډېرې ځايي ډلې سره یو موټي وساتي.

طالبانو د دوحې د بین الافغاني خبرو تر پیل لږ مخکې مولوي حقاني د خپل مرکچي پلاوي د مشر په توګه اعلان کړ، تر هغې مخکې ددې ډلې له خوا د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو مرکچي پلاوی اعلان شوی و.

  • اتلانتیک کونسل

د اتلانتیک کونسل خپرونې هم په دوحه کې د افغان سولې په اړه لیکنه کړې او په کې یې د نړۍ د مشرانو یو پرانیستي لیک ته اشاره کړې چې په کې د افغان سولې په خبرو کې د ښځو په معنی لرونکي ګډون ټینګار شوی.

په دې پرانیستي لیک کې چې د نړۍ د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو سیاسي مشرانو او نوموتو ډیپلوماټونو له خوا دی، د افغانستان په سولې کې په ملي، سیمه ایزو او نړیوالو ښکیلو لور غږ شوی چې د سولې په بهیر کې دې د افغان ښځو په بشپړه ګډون د یو سوله ییز او باثباته افغانستان په لور هڅه وکړي.

د اتلانتیک کونسل خپرونه وايي، په داسې حال کې چې د بې وسلې کولو، واک د شریکولو، د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بشري حقونو د سرغړاویو او د سیمو پر سر د شخړو مسئلې به د بحث په محراق کې وي، خو د نړۍ له بېلا بېلو ګوټونو څخه مشرانو په دې لیک کې غوښتنه کړې چې د ښځو د حقونو ساتل دې په دې خبرو کې شامل وي.

خپرونې د سویډن د پخواني صدراعظم کارل بیلټ نظر خپور کړی چې وايي، له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل اسانه دي، خو داسې سیاسي هوکړې تر لاسه کول چې د ټولو افغانانو راتلونکی خوندي کړي مهم دي.

د دې پخواني اروپايي چارواکي او دیپلوماټ د افغان میرمنو د حقونو مسئله یوه مهمه مساله بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې ورته پاملرنه وکړي.

په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي کې څلور ښځې شاملې دي خو د طالبانو په پلاوي کې بیا ښځې نه شته.

طالبانو چې په خپله واکمنۍ کې یې ښځې په کورنو کینولې وې، ویلي د اسلام او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې ښځو ته حقونه ورکوي، خو د ښځو د حقونو د برخې فعالان دا ډیره عمومي خبره بولي او د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د تېرو ۱۹ کلونو بریاوو ساتلو ته اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG