د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

تایم: د ټرمپ اداره د لوی قاچاقچي بشیر نورزي پر خوشې کولو غور کوي


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • ټایم

ټایم مجلې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه یوه لیکنه کړې او د ځینو سرچینو په حواله وايي، د ولسمشر ټرمپ اداره د طالبانو سره د سولې د خبرو په درشل کې د نشه‌يي موادو د یو لوی قاچاقچي حاجي بشیر نورزي پر خوشې کېدو غور کوي.

ورځپاڼې دې ته اشاره کړې چې څنګه بشیر نورزی په ۲۰۰۵ م کال کې له دوبۍ نیویارک ته ولاړ او څنګه هلته د نشه‌يي موادو د هغې نړیوالې قاچاقبرۍ په خاطر ونیول شو چې د کلونو لپاره‌یې د طالبانو د جګړې ماشین تمویلوه.

مجله وايي، بشیر نورزي ظاهراً د امریکايي چارواکو سره چې طالبانو سره‌یې د جوړجاړي هڅه کوله د یوې معاملې لپاره امریکا ته تللی و، یا لږ تر لږه خپله ده داسې فکر کاوه، خو د مجلې په وینا دا یو دام و.

هغه وروسته د نیویارک په یو محکمه کې محاکمه شو او په عمري بند محکوم شو.

د لیکوال په وینا اوس د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د شوي تړون څخه د ښو پایلو د ترلاسه کولو په خاطر نورزی خوشې کړي.

مجلې د جولای په پای کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو خبرو ته اشارې کړې او د ازادي راډیو د ګندهارا انګلیسې وېب‌پاڼې په حواله یې لیکلي چې په دې انلاین خبرو کې ملا برادر د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ټایم د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي او یو بل لوېدیځ چارواکي له قوله چې د دواړو نومونه نه‌دي یاد شوي وايي، زلمي خلیلزاد په پټه خوله د بشیر نورزي د خوشې کېدو سپارښتنه کړې.

د لیکوال په وینا که داسې وشي، له دې سره به د نشه‌يي موادو یو نړیوال قاچاقبر بېرته خوشې شي.

ټایم په دې لیکنه کې پر افغان حکومت هم د طالبانو د خطرناکو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د ټرمپ د ادارې فشار یاد کړی او همدارنګه‌یې د یو شمېر خطرناکو طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه د استرالیا او اروپايي هېوادونو اندېښنې هم راخیستي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز بیا په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د نوموتي شاعر سلیمان لایق پر ژوند، کار او مړینه یو لیکنه خپره کړې ده. د دې لیکنې سرلیک دی "د یاغي شاعر مړینې د ۴۰ کلنې افغان حماسې کار نیمګړی پاتې کړ."

د نیویارک ټایمز په وینا سلیمان لایق مارکسیسټ انقلابي او په افغانستان کې په هغه کمونېست حکومت کې چې کمه موده‌یې دوام وکړ وزیر و، خو زیاتوي چې هغه وروستۍ لسیزې د یو اسلام‌پالي جنګیالي په اړه د یو اوږد حماسي شعر په لیکلو ولګولې.

ورځپاڼې د لایق پر دې نیمګړي حماسِ شعر نوموړي ته د نږدې کسانو نظریات راخیستي او همدارنګه د دې افغان شاعر د سیاسي او فرهنګي ژوند پر لوړو ژورو یې جزئیات راټول کړي دي. ورځپاڼه وايي، سلیمان لایق د هغو ټپونو له کبله ومړ چې د تېر کال په سپټمبر کې کابل کې یوې چاودنه کې وراوښتي وو او تر پای په کابل، هند او جرمني کې د درملنې سربېره هم ونه‌رغېدل.

XS
SM
MD
LG