د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • جینز

جینز خپرونې، چې د الوتکو او هوايي ځواکونو په اړه معلومات خپروي، په خپله ویبپاڼه کې د افغانستان هوايي ځواک ته د څلور نورو جنګي الوتکو د سپارلو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا برازیلۍ الوتکې A29 سوپرتوکانو نومېږي چې وروستۍ جوپه یې تېره اوونۍ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شوه.

د جینز ورځپاڼې له مخې، له دې الوتکو څخه افغان هوايي ځواک له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې کار اخلي او تراوسه پورې یو شمېر نورې لا د امریکا په ویرجینیا کې د هوايي ځواک په اډه کې دي چې وروسته به د افغان هوايي ځواک لپاره کابل ته ولېږل شي.

جینز لیکلي چې د راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال په فبرورۍ کې به امریکا افغان هوايي ځواک ته ۶ نورې سوپرتوکانو الوتکې وسپاري.

  • مس

د مس په نوم د ښځو ځانګړې مجلې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې عادلې راز عکس خپور کړی او د ښځو په چارو کې د ملګروملتو په کمېسیون کې یې افغانستان ته د چوکۍ د ورکړې په اړه لیکلي چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دا چوکۍ ګټي.

مس وايي، افغانستان ته د دې چوکۍ د ورکولو لپاره تر ټولو ډېرې رایې ورکړل شوې.

مس دا چوکۍ په تېرو دوو لسیزو کې د ګڼو لاس ته راوړنو ترڅنګ د افغان ښځو یوه بریا بللې ده او لیکلي یې دي چې له ګواښونو، ځورونو او حملو سره سره افغان ښځو د ولسمشرۍ، ملي شورا او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې له ګډونه رانیولې په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې د چوکیو تر ګټلو پورې ګڼ پرمختګونه کړي دي.

د مس په باور افغان ښځو سختې هڅې کړي او او زده کړې یې کړي چې په سیاسي او اجتماعي ډګرونو کې ښه موقف ومومي.

د ملګروملتونو د ښځو په کمېسیون کې افغانستان په داسې وخت کې چوکۍ ګټلې چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي.

د مس مجلې په نظر له همدې کبله هم دا چوکۍ اهمیت لري.

د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو مسله د دواړو خواوو د بحث یوه مهمه موضوع ګڼل کېږي ځکه چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال ښځې له تعلیم او کاره منع کړې وې.

XS
SM
MD
LG