د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ دریځ ګډوډي رامنځته کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هیل

هیل خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په باب د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرېکړې تمرکز کړی.

ښاغلي ټرمپ چهارشنبه په خپل ټویټر لیکلي و چې کم شمېر پياوړي امریکایي ښځې او نارینه په افغانستان کې پاتې دي او هغوی باید د کرسمس تر جشنه پورې کورونو ته راستانه شي.

کرسمس ته شاوخوا دوه نیم میاشتې پاتې دي.

د هیل په لیکنه، د ټرمپ له دې اعلان څو ساعته مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي چې د امریکا متحده ایالات به د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲،۵۰۰ کسانو ته راکم کړي.

اوس وخت په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو رسمي شمېر ۸،۶۰۰ تنه ښودل شوی.

هیل د امریکا د ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو ځینو مخکېنیو خبرو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې و کار روان دی چې تر ولسمشرۍ ټاکنو پورې په افغانستان کې د دېره امریکايي عسکرو شمېر څلور نیمو زرو تنو ته راښکته شي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه کېږي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په باب د ولسمشر ټرمپ په وروستي دریځ یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي د ولسمشر هغه دریځ چې زرګونه سرتېري به په درېیو میاشتو کې کورونو ته ستانه کړي، ګډوډي رامنځته کړې.

واشنګټن پوسټ د پنټاګون غبرګون راخیستی چې ویلي یې دي له افغانستانه د شرایطو په اساس د سرتېرو د ایستلو د پلان د بدلولو لپاره کوم امر نه‌دی ورته شوی.

په مقاله کې د افغان سولې د خبرو د مرکچي ټيم اندېښنو ته هم اشاره شوې چې په بېړه وتل به د سولې د خبرو په وړاندې ننګونې زیاتې کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د سرتېرو وختي ایستل به د دغه هېواد لپاره منفي پایلې ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ داسې وخت له افغانستانه د زرګونه سرتېرو د ایستلو په اړه خبرې کړي چې له یوې خوا د افغان دولت او طالبانو د سولې خبرې ټکنۍ روانې دي او له بلې خوا هم د امنیتي وضعې د خرابېدو اندېښنې زیاتې شوي.

واشنګټن پوسټ د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیا برخې د مشرې لورېل مېلر اندېښنې ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي د سرتېرو یو دمي ایستل د امریکا د ملي امنیت یا مذاکراتي پالېسیو په اساس هېڅ معنی نه‌لري، ښايي یوازې د رأی ورکوونکو د ملاتړ د جلب په خاطر وي.

واشنګټن پوسټ لیکلي د ټرمپ دریځ د ډیپلوماتانو او پوځي چارواکو په هغو هڅو کې یو نوی خنډ اچولی چې غواړي د افغانستان نږدې ۲۰ کلنې جګړې ته یوه سوله‌ییزه لار ولټوي.

  • هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼې هند ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په سفر یو لنډ مطلب لیکلی. د ورځپاڼې په لیکنه هندي چارواکو ډاکتر عبدالله ته د سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

عبدالله عبدالله هند ته په پنځه ورځني سفر ورغلی و او هلته‌یې له صدراعظم نرېندرا مودي، د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او د بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر سره کتلي.

هندوستان ټایمز د جې شنکر په حواله لیکلي چې هند په افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ راتلو ته ژمن دی.

عبدالله عبدالله د افغان سولې د پروسې لپاره د سیمې د هېوادونو د ملاتړ د جلب لپاره لومړی پاکستان او بیا هند ته سفرونه کړي او په نږدې وخت کې منځنۍ اسیا ته هم روان دی.

XS
SM
MD
LG