د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځينې نړیوالې ورځپاڼې
ځينې نړیوالې ورځپاڼې

واشنګټن ایګزمینر د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرېکړه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی” ټرمپ د خپلې دندې له پای ته رسېدو مخکې، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د بشپړه وتلو لپاره شرایط برابروي. “

د لیکنې په وینا د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر میلر په هغه څه کې چې د دې وزارت کارکونکو ته د نوموړي لومړنی پیغام بلل شوی، دې ته اشاره کړې چې ممکن، امر ورته وشي چې د افغانستان څخه د پاتې امریکايي سرتېرو د وتلو څارنه وکړي.

ټرمپ د اکټوبر په اومه نېټه ویلي وو، غواړي د کرسمس تر جشن پورې امریکايي سرتېري کور ته ستانه شي.

میلر چې خپله هم مخکې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو غړی و لیکلي” جګړې اوږدې دي او ډیره قربانې یې ورکړې، ډېر خلک له جګړې ستړي شوي او خپله هم یو له دوی څخه دی. “

میلر د دفاع وزارت کارکونکو ته په خپل پیغام کې ویلي چې د همیشنیو جګړو پلوي نه دی، او دا چې داسې یو څه یې د دریځ مخالف دي.

نوموړې زیاته کړې چې ټولې جګړې باید پای ته ورسېږي.

د واشنګټن ایګزمینر د لیکنې له مخې میلر په دې هم اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې او القاعده شبکه تر اوسه له منځه نه ده تللې، خو په وضاحت یې نه دي ویلي چې ایا د القاعده شبکې موجودیت په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پاتې کېدو ته اړتیا لري او کنه؟
میلر ویلي چې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، متحده اایالتونه د القاعده شبکې او ورسره د تړلو کسانو بشپړه ورکاوي ته نږدې شوي، خو زیاته کړې یې ده، د پخوانیو هغو ستراتیژیکو تېروتنو له تکرار څخه باید ډه ډه وشي چې په کې د جګړې پای نه لیدل کېږي.
لاس انجلس

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه لیکنه کړې، او په کې یې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د افغان ځوانانو هغه اندېښنې راخیستي چې د خپلو ازادیو راتلونکې ته یې لري.

ورځپاڼې د جواد په نوم د یو ځوان رپ سندرغاړي یادونه کړې چې له خپلو دوستانو سره یو ځای د افغانستان د راتلونکې په اړه سندرې وايي.

د ورځپاڼې په وینا د 22 کلن جواد چې د پوهنتون یو محصل دی او د ده د دوستانو چې د عمر یوه لویه برخه یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په حضور کې تېره کړې، ژوند د بل هر وخت څخه زیات له خطر سره مخ دی.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موجودیت دې ځوانانو ته ډیرې کمې ازادۍ ورکړي، خو ګڼ شمېر یې اندېښنه لري چې دا به یې هم له لاسه ووځي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان هغه نسل چې د جګړو او په بازارونو کې د انتحاري بریدونو شاهد و، هیله لري چې امریکايي سرتېري په یو داسې وخت کې له افغانستان کډې وتړي چې طالبانو او افغان حکومت سوله کړي وي.

خو له دې ټولو سره، د افغانستان د حکومت لویدیځو ملاتړو بیا بیا ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو سره به ودرېږي او پرې به نه ږدي چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شي.

XS
SM
MD
LG