د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې

سټارز انډ سټرایپس

له القاعده سره د طالبانو د اړیکو ترشا، ګډه ایډيالوژي او د جګړې په ډګر کې د لسیزو ملاتړ، تر سرلیک لاندې سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د دغو دواړو ډلو اړیکوته کتنه کوي.

ورځپاڼه وايي، کله چې طالبانو او د امریکا متحدو ایالتونو د تیرې فبرورۍ په میاشت کې موافقه نهایي کوله، د طالبانو مشران له القاعده سره په منظم ډول په تماس کې وو، د دغې موافقې په اړه یې ورسره مشوره کوله او ډاډ ورکاوه چې ورسره به خیانت ونه کړي.

ورځپاڼې دغه څرګندونې د ملګروملتونو د څارونکو له قوله کړې دي.

د طالبانو پخواني والي عبدالسلام حنفي، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته له طالبانو بیل شوی خو له جګپوړو مشرانو سره یې تراوسه اړیکی پالي وایي، القاعده، طالبان د خبرو لپاره روزلي و.

سټارز انډ سټرایپس د ملګروملتونو د افغان چارواکواو د طالبانو د پخوانیو او اوسنیو غړیو له قوله لیکي چې ویلې دي، له دې سره سره چې طالبانو د سولې د تړون د یوه شرط په توګه له القاعده سره د خپلو اړیکو د پرې کولو ژمنه کړې خو د دوی دواړو ډلو ترمنځ فعاله همغږي تر نن ورځې دوام لري.

د ورځپاڼې په لیکنه له القاعده سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو ژمنه د امریکا لپاره مهمه ځکه ده چې بیا دا هېواد د هغو ډلو په خوندي ځای بدل نه شي، چې پرامریکا د بریدونو نیت لري.

د سټارس انډ سټرایپس په دې لیکنه کې وړاندې د یوه افغان امنیتي چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه دى په ډاګه شوی، څرګندونې رااخیستل شوي چې ویلي یې دي، له کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې موافقه لاسلیک شوې، القاعده په افغانستان کې لا فعاله شوې، د طالبانو مشرانو ته پرله پسې مشورې ورکوي، غړي یې د هېواد ګوډ ګوډ ته سفرونه کوي څو د طالبانو د سیمه ییزو قومندانانو ملاتړراجلب کړي.

ښاغلي حنفي بیا ویلي، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ دغه ژور تړاو چې څو لسیزې مخکې یې اساس ایښودل شوی، نه ماتېدونکی دی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو او القاعده د ځواک په اړه د ملګروملتونو د یوه راپور په استناد لیکلي، چې په دې هېواد کې د طالبانو د وسله والو شمېر ښايي له ۵۵ زرو نه تر۸۵ زرو پورې وي خو القاعده چې د غړیو شمېر یې په ټوله نړۍ کې څوزره ښودل شوی، اټکل کېږي، چې په افغانستان کې به یې د غړیو شمېر د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ وي.

اندریو واتکینس چې د نړیوالو کړکېچونو له ټولنې سره د افغانستان د څېړونکي په توګه کار کوي وایي، که طالبان غواړي چې په افغانستان کې د یوه مشروع ځواک په توګه دولت جوړ کړي، هغسې چې مخکې له دریو زیاتو هېوادونو په رسمیت نه وو پېژندلی، نو به دې ته اړتیا ولري چې نړۍ ته دا وښيي، چې د نړیوال تروریزم په اړه د اندېښنو په لیرې کولو کې جدي دي.

نوموړی وایي، د طالبانو له مشرتابه به غوښتل کېږي، چې د نړیوالي ټولنې او هغو طالبانو د راضي کولو لپاره چې له القاعده سره د اړیکو په ساتلو شک کوي، په افغانستان کې د دې ډلې پر وړاندې مشخص اقدام وکړي.

د واتکینس په وینا دا یوه واقعي ستونزه ده او دی ډاډه نه دى چې د طالبانو مشرانو به تراوسه دا جاج اخیستی وي، چې په دې برخه کې څه ډول روغه جوړه یا سازش وکړي.

يونېسف

د ملګروملتونو د ماشومانو د خوندیتوب اداره، یونېسف د ښوونځیو د ماشومانو د زده کړې پر بهیر د کوېډ١٩ ناروغۍ د ناوړه اغېزو د دوام پر وړاندې خبرداری کوي.

دغې ادارې په هغه اعلامیه کې، چې پرون سې شنبې یې خپره کړې له دولتونو غوښتي چې د ښوونځیو بېرته پرانیستلو ته لومړیتوب ورکړي او ټول هغه اقدامات وکړي چې په نتیجه کې یې د درسي خونو د خوندیتوب مسله یقیني کېدای شي او هم په ملي کچه د ښوونځیو له تړلو ډه وکړي.

یونېسف په افغانستان کې د ښوونې پر بهیر د کرونا د خپرې شوې وبا د اغېز په اړه لیکي، په دې هېواد کې چې له مخکې درې میلیونه او اوه لکه ماشومان له ښوونځي بهر پاتې و، د کوېډ١٩ ناروغۍ له امله د ښوونځیو د تړل کېدو په نتیجه کې اونیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوې دي.

یونېسف ویلي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر چې په تېره نومبر میاشت کې یې ښوونځي د کوېډ١٩ ناروغۍ له امله بند شوي، په سلو کې ۳۸ زیات شوی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې په نړۍ کې له هرو پنځو زده کونکو د یوه پرمخ د ښوونځي ور تړل شوی یعنې ۳۸۰ میلیونه ماشومان له زده کړې بې برخې شوې و.

XS
SM
MD
LG