د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

مسير: د جينوا کنفرانس له پخوانيو هغو توپير لري


ځينې کابل چاپ ورځپاڼې
ځينې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د جینوا کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، پخوا هم د افغانستان په اړه دېته ورته کنفرانسونه جوړ شوي، خو د جینوا اوسنی کنفرانس له پخوانیو هغو سره درې اساسي توپیرونه لري.

په سرمقاله کې راغلي، پخوانۍ مرستې به څلور کلنې وې، اوسنۍ به یو کلنې وي، پخوا به مرستې زیاتې وي اوس به را کمې شي، بل دا چې اوسنۍ مرستې به د سولې د راتګ او اوربند په ګډون نور سخت شرایط هم ولري.

د لیکوال په اند دا شرطونه د دې پیغام ورکوي، چې نړیوال ټولنه به د سولې له پرمختګ وروسته له راتلونکي حکومت سره مرستې کوي، بل دا چې نړیواله ټولنه نه غواړي له افغانستان سره هر وخت مرستې وکړي، نو افغانانو ته په کار ده، چې سوله وکړي او له هغې وروسته له اقتصادي پلوه د ځان بسیاینې په اړه فکر وکړي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د نړیوالې ټولنې پخوانیو ژمنو او مرستو ته په کتو له جینوا کنفرانس داسې تمه کېږي، چې له افغانستان سره دا ځل د څلور کلونو لپاره بیا مرستې وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت له جینوا کنفرانس تمه لري، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د پنځلس میلیاره او دوسوه میلیونه ډالرو د مرستو غوښتنه تایید او تصویب کړي.

په سرمقاله کې ویل شوي، له دې وړاندې د نړیوالې ټولنې د مرستو ٤٩سلنه د افغانستان د ملي بودجې په چوکاټ کې مصرفېدې او نور د نړیوالو او دغه شان د کورنو خپلواکو بنسټونو له لوري مصرفېدې، خو د افغان حکومت تمه دا ده، چې په ملي بودحه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګښت کچه ٦٥ سلنې ته لوړه شي.

د سرمقالې لیکوال د کېدونکي مرستو د ګټور لګښت او د فساد د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې او د افغان حکومت په ګډ او کره څار ټینګار کوي.

اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، نړیواله ټولنه یو ځل بیا داسې مهال په جینوا کې له افغانستان سره د مرستو پر سر خبرې کوي، چې افغانان او نړیواله ټولنه په پخوانیو مرستو کې د پراخ فساد له امله بېزاره دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې نړیوالې ټولنې په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېساري ډول میلیاردونه ډالره مرستې وکړې، خو د فساد له امله څه ډول چې لازمې وې هغه ډول مصرف نه شوې، د لیکوال په باور دا مرستې یوازې د یو څو کسانو جیبونو ته ولاړې او د عامو افغانانو په ژوند کې یې ژور بدلون رانه وست.

لیکوال په پای کې له فساد لرې د نویو مرستو په اغېزمن لګښت ټینګار کوي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د تمدید په موخه پرون د جینوا د دوه ورځنی کنفرانس لومړی ورځ وه چې د ویناولو ډېری خبرې په افغان سوله ورټولې وې.

XS
SM
MD
LG